کور / تازه خبرونه / طالبان : يوه ملګري مو پنځو بهرنيانو ته مرګ ژوبله واړوله

طالبان : يوه ملګري مو پنځو بهرنيانو ته مرګ ژوبله واړوله

وسله والو طالبانو په خپله يوه ويب پاڼه کي خبر ورکړى چي نن ورځ د کندهار په شاه وليکوټ اولسوالي کي د دوى يوه ارتباطي ملګري چي د ننګرهار ولايت د وزيرو د تنګي د ځنګليانو د سيمي اوسېدونکى دئ درې بهرنيان ووژل او دوه نور ئې ژوبل کړل.
وسله وال طالبان ليکي چي نوموړى څه موده وړاندي د ملي اردو په ليکو کي شامل کړل سوى ؤ.