کور / تازه خبرونه / يو کوچنى د تښتوونکو له منګولو وژغورل سو

يو کوچنى د تښتوونکو له منګولو وژغورل سو

د ننګرهار ولايت امنيتي مسئولين وايي چي په دې ولايت کي ئې هغه کوچنى چي څه موده وړاندي د تښتوونکو له لوري تښتول سوى ؤ بېرته خوشي کړى .
د چارواکو په وينا چي د نوموړي کوچني پلار د بهرنيانو سره کار کاوه او تښتوونکو ورڅخه د زوى د خوشې کېدو په بدل کي ١٥٠٠٠٠امريکايي ډالرو غوښتنه کوله.
چارواکي وايي چي د تښتوونکو د ډلي څخه ئې ٦ تنه د وسلو او موټر سره نيولي او اوس ورڅخه د لا زياتو معلوماتو له پاره پوښتني ګروېږني رواني دي.