يو څوک داسې څرګندوي چې ګوندې را بيدار شوى خو په حقيقت کې اوس هم ويده دى، خو خپل خوب په ويښه تعبيروي، بلکه خلک ورته ويده ښکاري او داسې ورفهموي چې هغه لا کله ويده شوى نه ؤ! لکه چې ليوني ته نور خلک ليوني ښکاري.
يو څوک دى چې تر پرونه يې خپل ځان د جهاد، مقاومت او سنګر سړى باله خو اوس د ناکامۍ پړه په نورو اچوي، د خپلې لارې لاروي پدې القابو نازوي او ځان د دوى له رديف څخه جلا بولي.
په شمال کې د ځواکمن وژل شوي قوماندان احمد شاه مسعود ورور احمد ضياء مسعود په يوه غونډه کې ويلي چې د بن په لمړي کنفرانس کې د (جهاد او مقاومت) مشران غولول شوي او د تيرو لسو کلونو راهيسې په افغانستان کې يو لاسپوڅې حکومت واکمن دى.
نوموړي د (جهادي مشرانو) لخوا د اوسني حکومت (حامد کرزي) په ملاتړ حيرانتيا څرګنده کړې او ويلي يې دي چې اوسني واکمن د طالبانو د حکومت پر مهال د طالبانو ملګري وه.
د نوموړي د څرګندونو تر مخې اوسنى حکومت قومي بڼه لري چې د ديموکراتيک نظام د قوانينو پر ضد کار دى .
د حامد کرزي د حکومت څخه دفاع نه کوم او زما په اند دغه حکومت په ريښتيا سره هم د ملاتړ وړ ندى، د حامد کرزي په مشرۍ رامنځته شوي حکومت هيڅ ندي کړي، نه يې کولاى شي او نه به يې وکړي.
خو احمد ضياء مسعود څوک دى، څه يې کړي، څه کوي د افغانستان لپاره د کوم ډول نظام غوښتونکى دى؟؟؟ ټول پوهيږي.
د لمر په څير روښانه ده چې قوم پرسته څوک دى، سمت پرستي څوک کوي، د ژبني تعصب د خوسا نظريې ډډوزې له کوم لورې راځي، له هغه وخته رانيولى چې دوى يې د (جهاد او مقاومت) دوره بولي بيا تر اوسني نظام پورې کوم لورې شکنجه شوې، کوم لوري ته زيان رسيدلى او کوم لورې لا اوس هم خوندي دى؟؟؟
همدې حکومت چې ضياء مسعود يې په قومي ترکيب ولاړ بولي د پښتنو لپاره خدمت ډير وکړ او که زيان يې ډير ور ورساوه، د هيواد په دولتي ادارو کې د پښتنو ونډه زياته ده او که د نورو، د انتخاباتو پر مهال د کوم ډول دسيسو او درغليو څخه کار واخيستل شو او د چا پر ضد، د رايو د شمير پر مهال د پوره پوره ولسواليو نفوس د کوم قوم له نظره غورځول شوى دى او څوک دي چې هره ورځ وژل کيږي، زندانونه د کوم قوم د وګړو څخه زيات ډک دي، فوځي علميات د کوم قوم د هستوګنى په سيمو تر سره کيږي، بالمقابل، همدا اوس د کابينې ډيرې ځواکمن وزيران د کوم لوري اړوند دي، څوک دي چې همدا اوس کليدي چوکۍ په واک کې لري، د چا لخوا سياستونه جوړيږي او ړنګيږي، په بهرنيو سفارتونو کې د کوم توکم، ژبې او قوميت اړوند کسان ګمارل شوي او داسې نورې زرګونه بيلګې.
ريښتيا هم هغه څوک چې ځان ته جهادي مشر يا رهبر وايي بايد د دې حکومت ملاتړ ونه کړي، د دې سره موافق يو چې په کابل کې لاسپوڅې دولت واکمن دى، د ضياء مسعود خبره سمه ده چې د بن په کنفرانس کې د (جهاد او مقاومت) مشران غولول شوي دي خو په لږه زياتونه چې هلته ټول خلک غولول شوي دي او هغه کسان تر ټولو زيات غولول شوي چې له نورو وړاندې په بن کې غږيدونکي ډول ته نڅيدل ولو که د نوموړي اتڼ د ځنځير کړۍ هم نه وه.
فکر دلته پکار دى چې د واک په ګدۍ د ناستې پر مهال د دولت په ملاتړ کې له هيڅ دريغ نه کول خو د څنډې کيدلو څخه وروسته بيا هغه حکومت چې يو وخت يې د جمهوري رياست مرستيال واست لاسپوڅى او ګوډاګى بلل! د حيرانتيا خبره دا ده، هغه نه چې ضياء مسعود ورته حيران دى.
خپله غلامي او ګوډاګيتوب د بل د بدو ويلو تر پردو لاندې پټول د حيرانتيا خبره ده.
داسې بريښي چې ضياء مسعود خلکو ته د خپلې بيدارۍ پيغام ورکوي، خپل استقلال او خپلواکي ثابتوي، د قيادت خوبونه ويني، هغه لوري چې دا يې اوسنى حکومت لاسپوڅى بولي اوس همده ته سره او شنه باغونه ښودلي دي، د ايتلافونو، د هيواد په داخل او بهر کى د غونډو څخه څه ور تر لاسه شوي ندي نو ځکه يو ځل بيا د ملت خواته مراجعه کوې او د يو شمير مخالف نظر درلودونکو د راخپلولو لپاره يې تر ټولو دمخه په دولت داړې خښې کړي دي.
عجيبه زمونږ لپاره ده، د ضياء صاحب لپاره نه، ځکه چې هغه د تيرو لسو کلونو راهيسې د همدې لاسپوڅې حکومت په غيږ کې لوبيږي، د دې ګوډاګي حکومت د بادارانو څخه پيسې اخلي، په بهرنيو هيوادونو کې د سفارت د پستو پستو چوکيو خوند اخلي، مستيږي، ټنډيږي او پړسيږي خو اوس دولت لاسپوڅې بولي ايا حيران نه شو؟
ايا حيران نه شو چې جناب خسر يې د همدې حکومت په ملاتړ کې سره او تنه له باروتو سره ولاړه، هغه چې استاد بلل کيده او د دوى ټولو لپاره يې د پلار حيثيت لاره خو اوس چې هغه نشته نو دولت ګوډاګى شو ګوندې د مسعود خبرې د رباني په حق کې داسې هم تعبيريدلاى شي چې هغه يو د لاس جوړ شوى ګوډاګى ؤ چې د بادارانو لخوا له مخې ليرې کړاى شو.
که په لنډو ټکو کې ووايو د احمد ضياء مسعود خبرې داسې دي لکه د تير لس کلن خوب څخه چې را بيدار شوى وي خو په حقيقت کې اوس هم بيده دى.
ښه څرګنده ده چې هغه اوس هم تر بهرنيو پورې خپلې هيلې او ارزوګانې تړلي دي، اوس هم هغوى همکاران بين المللي بولي، اوس هم د هغوى لخوا تمويليږي، د هغوى په پاتې کيدو ډاډه دى، ګوډاګيتوب ته يې چمتو دى، ښه پوهيږي که دغه د لاسپوڅي حکومت پنځوونکي نه وي نو دى به بيا د انزواء حالت ته ولاړ شي او څوک پوهيږي چې دغه وروستۍ خبرې يې د کوم لوري په امر کړي دي؟