دهرې ورځې په تېرېدو سره د هېواد د ښې راتلونکي لپاره هيله مند کېږو، د مثبتو بدلونونو او پرځای دجدي قدمونو اخيستلو هيله لرو، مګر په ځينو سرنوشت سازه ادارو کې چې په کومو طرحو کار روان ديو بااحساسه افغان په صفت يې له تاسو (ولسمشر) سره شريکول غواړم او هيله لرم چې په مخنيوي کې يې جدي قدمونه واخلې.
درې اونۍ وړاندې سيمه اييزو ارګانونو خپلواکې ادارې ته د ځينو کارونود تعقيب په خاطر ولاړم، د پاليسۍ د معين دفتر په انتظار ګاه کې ناست وه، چې ترڅو وخت راورسېږي او خپل کار پوښتنه وکړم، د بېځايه وخت تېرولو مخنيوي لپاره مې د خدمتګار ورځپاڼه واخيسته ترڅو ځيني مطالب یې ولولم، پدغه انتظارګاه کې يوه ډله نور خلک هم ناست وه، چې په خپلو منځ کې يې د ولسوالانو، ښاروالانو او واليانو په مقررۍ ګرم بحث کاوه، پدغه ډله کې د فريد په نوم چې پخواء په پکتيکا ولايت کې يې د بهرينو ځواکونو يو شمېر قراردادونه اخيستل هم موجود وه، فريدنامې چې د خپلو ملګرو سره خبرې کولې وويل، ما له خپلو مشرانو سره خبرې خلاصې کړي، تاسو چې اوس له ډاکټر مامونزي صاحب (دسيمه اييزوارګانوخپلواکې ادارې د پاليسۍ معين) سره ګورئ زما ورته ډېر صفت وکړئ، ترڅو د پکتيکا ولايت مقام څوکۍ ترلاسه کړم، نور جوړجاړی به وروسته ورسره وکړو، یعنې فريدنامې غوښتل چې د پيسو په مقابل کې ځان مقرر کړي. همدغه شخص په پکتيکا ولايت کې ولسونه تحريک کړي ترڅو د اوسني والي په خلاف آواز پورته کړي، بيا دغه شکايتونه ترلوړو مقاماتو ورسوي.
فريدنامې د تېرو څو مياشتو راهيسي په کابل کې دی، د پارلمان ځيني غړو او مشرانو سره ګوري ترڅو د ولايت مقام (پکتيکا) څوکۍ ترلاسه کړي، خپلو ملګرو سره يې په خبرو کې وویل تاسو د پيسو غم مه کوئ څومره چې غواړئ درکوم یې خو یوازې راسره مرسته وکړئ ترڅو دغه څوکۍ ترلاسه کړم.
د دغه ځايه وروسته هغه مديريت ته لاړم، چې زما کار پکې بند وه، مدير چې زما د ملګرو له جملې څخه وه، د ګف په شکل کې مې ورته وويل (مديرصاحب په اداره کې مقررۍ د پيسو په مقابل کې روانې دي) مديرصاحب راته وويل: دلته ځيني ولسوالان او ښاروالان راغوښتل کېږي پيسې ترې اخيستل کېږي، او ورته وعدې ورکول کېږي، چې تاسو به څوک ليرې نه کړي، نه غواړم چې د دغه مدير نوم افشاء کړم، ځکه مديرصاحب راته د ځانګړي سپارښتنې وروسته دا راز وويل، مديرصاحب وویل د کابل د باګراميو ولسوال يې ژوندۍ بيلګه ده، چې د پيسو په مقابل کې به مقرر شوی، د کابل والي پرې خبر هم نه وه، چې ولسوالۍ ته معرفي شوه، اوس چې کله دلته (محلي ارګانونو خپلواکې ادارې) ته راځي د کابل له والي يې دبدبه زياته وی، ځکه په داسې يوې ولسوالۍ کې مقرر شوی، چې د پيسو پيداکولو ښه ځای دی،د همدغه مديريت اړوند يو بل مامور وويل (ځيني ولسوالان يا ښاروالان چې راځي له هغوی پيسې اخلي، چې ستاسو لخواء شکايتونه راځي هڅې نه چې د وظيفې څخه ليرې شئ، هغوی د خپلې وظيفې د بقاء لپاره دغه مسوولينو ته پيسې ورکړي، همدا مسوولين بيا ځينی خلک د همدغو ولسوالانو او ښاروالانو حتی د واليانو په مقابل کې تحريک کوي، ځينو خلکو ته وایي د دوی (والي، ښاروال او ولسوال) پرخلاف موږ ته شکايت پاڼې راوړئ، دغه خلکو ته د همدې ادارې د کارکوونکو لخواء پيسې ورکول کېږي، په ميلمستونو کې يې ورته ځایونه ورکړی او ځانګړی شفقت پرې کوي، یاد مسوولين بيا شکايت پاڼې يا عرايض نورو ادارو ته لېږي، ترڅو خلک پرې خبر کړي، او د دغو چارواکو (واليانو، ولسوالانو او ښاروالانو) په مقابل کې د مشرانو ذهنيتونه خراب کړي) دغه مامور زياتوله: ځيني قومي مشرانو ته خو کوښښ کوي، چې د ولسمشر سره د ملاقات زمينه برابره کړي، کله چې ولسمشر ته ورشي بيا هلته له خپل والي څخه شکايات شروع کړي، مدير یې پدغه وخت کې غبرګه کړه؛ همدا اوس د سيمه ایيزوارګانونو د خپلواکې ادارې مشرانو لخواء ۱۱۶تنو ته وعدې ورکړل شوي چې ولایاتو ته به يې د واليانو په صفت لېږی، یعنې اوس هغه ليست چې ولسمشر ته د واليانو د خوښولو لپاره وړاندې کېږی، شمېر يې ۱۱۶تنو ته رسېدلی دی.
د کابل ځيني ولسوالۍ، په شمالي ولاياتونو کې ځيني تبديلي او جنوبي غرب حوزه کې ځیني مقررۍ چې ښه بېلګه يې د هلمندښاروال دی شوی دي، داسې ښکاري چې په راتلونکي لنډ وخت کې به د پخوانيو پرځای نوې څهرې د سيمه اييزوارګانونو د خپلواکې ادارې د پيشنهاد او د ولسمشر په منظورئ وټاکل شي، معلومېږي، چې پخوانيو څهريو کې به هغه اشخاص هم شامل وي، چې د وطن بچيو لپاره به يې نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کړي وي، په صداقت او ايماندارۍ به یې خپله دنده پرمخ وړي وي،مګر اوس د څو پيسو په مقابل کې به ليرې او هغه څوک چې پیسې يې ورکړي وي مقررېږي.
ما په دغه اداره کې داسې واليان هم وليدل چې د خپل عزت او څوکۍ ساتلو په موخه راغلي وه او کوښښ يې کوه، چې په دغه اداره کې کوم ملاتړی پيداکړي چې د ولايت څوکۍ څخه ليري نه شي، د دې ادارې ځيني غړي په مزو چړچو کې دي، د نوماندو خلکو پيسې اخلي او مزې پرې کوي، ځيني نور واليان بيا په مرکز کې یوازې د دغه ادارې د ځينو مشرانو دخوشحاله کولو لپاره ناست دي هغوی ته پيسې او امکانات ورکوي ترڅو تبديل يې نه کړي ورته وايي پيسې درکوم خو ماسره به غرض نه کوي.
که د هېواد په سرنوشت سازه اداره کې د پيسو په مقابل کې څوکۍ ورکول کېږي، څومره بده ده، دغه اشخاص چې چارواکي شي بيا ترې د خدمت کولو څه طمعه کېدای شي، دوی خو به بيا يوازې د خپل جيب ډکولو په خاطر هلې ځلې کوي نه د خدمت په خاطر.
د هېواد زړه سوانده ولسمشر ته څو پيشنهادونه وړاندې کوم هيله لرم ، چې سره له ډېرو مصروفياتو دغه پيشنهادونه ولولي او د څيړولو وروسته ورته عملي جامې واغوندي.
(۱). ټول وزيران، معينان، د مستقلو ادارو رئيسان، واليان او د ولسي جرګې غړي دې وهڅول شي، ترڅو د سولې پروسې ملاتړ وکړي ترڅو په هېواد کې شته ستونزو او ناخوالو ته دپای ټکی کېښودل شي.
(۲). د سيمه اييزو ارګانونو خپلواکه اداره دې داسې يو چوکاټ کې اعياره شي، چې د ولاياتو او وزارتونو ترمنځ د پل حيثيت غوره کړي، ترڅو وکولای شي د ولاياتو ستونزې په ټاکلي وخت وزارتونو سره بې لدې چې والي موجود وي مطرح او حل کړي، او واليان وکولای شي د خلکو ستونزو ته ځواب ورکړي.
(۳). دسيمه اييزو ارګانونو خپلواکه اداره دې پاليسي سازه اداره وي، خپله پاليسي دې د وزارتونو او نړيوالې ټولنې سره همغږي جوړه او عملي کړي، او بيا وروسته دې ولایاتو ته هم انتقال کړي.
هغه ځايونو کې چې اوس هم ناارامه دي د مامورينو لپاره يې ځانګړي امتيازات په نظر کې ونيول شي، ترڅو هرڅوک زړه ښه کړي چې هغه ځايونو ته د کارکولو لپاره ولاړشي، پدغه صورت کې به غير فعاله ادارې هم فعال شي.
د سيمه اييزو ارګانونو په اداره کې دې د مراتبو سلسله په نظر کې ونيول شي، څوکۍ څخه د ناوړه ګټې اخيستنې مخنيوی دې وشي، د هغه چاپه پېژنده کې دې هلې ځلې وشي، چې په ولاياتو کې د خپل شخصي غرض پخاطر مشکلات جوړوي، د پيژندلو وروسته دې وپوښتل شي، چې ولې او د چا په اشاره يې داسې کړنې ترسره کړي.
(۴). په نوي مقرريو کې دې د سيمه اييزو ارګانونو د خپلواکې ادارې ترڅنګ د اداري اصلاحاتو او ملکي خدماتو اداره هم مرسته وکړي، ترڅو د ازاد رقابت له لارې داسې اشخاص انتخاب شي، چې په کارپوه او ملي ګټو ته ژمن اشخاص وي، او نور ټول مامورين دې پدغه روحيه وروزل شي.
(۵). د سيمه ييزو ارګانونو د خپلواکې ادارې پخواني مشر ښاغلي جيلاني پوپل په وخت کې ولسواليو په سطحه شوراګانې جوړې شوې وې، چې پکې قومي سپينږيرو او با نفوذه شخصيتونو ځای درلود، د دغه مشرانو په واسطه به د ولسوالۍ ټولې مسلې حل کېدې، مګر اوس ټولې شوراګانې تړل شوي د ولسواليو خلک له يو لړ ستونزو او مشکلاتو سره مخ شوي دي، چې بايد له سره فعالې شي.
و به منو چې په ولسواليو کې ولسوال، امنيه قومندان، ښاروال او مديران موجود خو هغوئ نشي کولای ځيني محلي ستونزې هوارې کړي او يا داسې ځایونو ته ولاړشي، چې تګ یې د امنیتي ستونزو سره مخ وي، محلي شورا غړي کولای شي، د خپلې منطقي ستونزې د منطقې د رسم او رواج سره سم حل کړي او هغه ځايونو ته هم ولاړ شي، چې نور چارواکي ورته د امنيت د نشتون له وجهې نه شي تلی، دغو شوراګانو په تېرو کالونو کې ښې لاسته راوړنې درلودلي دي.
ولسمشرصاحب! که ما دا حالت نه وی بيان کړی زه به په قبر کې هم نا ارامه وم، چې ولې مې د ليدلو سترګو حال چې هېواد مو د خوشحالۍ پرځای بدبختۍ لور ته بيايي بيان نکړ، له تاسو(ولسمشر) څخه په درنښت هيله کوو، چې د داسې يو ادارې چې د ټول افغانستان لپاره يو سرنوشت سازه اداره ده په رئيسه هئيت يې ژور فکر وکړئ، هغه څوک چې د خپلې څوکۍ ناوړه ګټه اخلي له دندې ګوښه او وپوښتل شي، ترڅو د دغه ادارې د رهبرۍ لاندې ټولې ادارې (ولايتي ادارې) خپلې هڅې ګړندۍ کړي او د هېوادوالو لپاره د خدمت جوګه وګرځي.
وطن به جوړو؟ وطن آبادو؟ جنګ به ختموو؟
فساد؟ اداري فساد؟ او بیا هم فساد؟
dardman.afghan@yahoo.comdardman.afghan@yahoo.c