کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / د ټولګۍ تازه هوا پر زده کونکو ښه اثر لرلائ سي

د ټولګۍ تازه هوا پر زده کونکو ښه اثر لرلائ سي

هالنډي ساينس پوهانو په ثبات رسولې چي که چيري دننه په ټولګۍ کښي کلکينان خلاص او تازه هوا وی پر زده کونکو تر هغه ښه اثر کوي چي کلکينان بند او تربوخته هوا وي  .


دساينس پوهانو په وينا چي دتازه هوا له کبله د زده کونکو په درس ژر سر خلاصيږي او دامتحان ورکولو په جريان کښي زده کونکي ډير څه کولای سي تر هغه چي تربوخته هوا او کلکينان بند وي .


ددي خبري دلا ثبتولو لپاره ساينس پوهانو داستادانو څخه هيله وکړه چي د شاګردانو څخه دي په تازه او تربوخته هوا کښي امتحانونه واخيستل سي، چي په ترڅ کښي يې له زده کونکو څخه دژبي او رياضي امتحانونه واخيستل سوه .


دژبي دامتحان نتيجې وښووله چي زده کونکي په تازه هوا (کلکينان خلاص) کښي  عادي اته نمرې ترلاسه کوي په داسي حال کښي چي په  تربوخته هوا (کلکينان بند) کښي  7.5  نمرې ترلاسه کولاي سي او همداسي د رياضي دامتحان له نتايجو څخه څرګنده سوه چي په تازه هوا (کلکينان خلاص) کښي زده کونکي عادي اته نمرې وړي خو د نه کافي تازه هوا (کلکينان بند) له امله 6.5  نمرې وړلاي سي .


بالاخره چي له خلګو څخه رايي وغوښتل سوې چي که چيري په ټولګۍ کښي دننه کافي تازه هوا نه وي نوښوونځۍ بايد جريمه تحويله کړي، چي په دې اړه ۷۰٪ خلګ ددې خبري سره موافق او ۳۰٪ دا خبره ناحقه وبلله .