کور / ترخې خبري / د افغانستان دعلومو اکاډمي د مافيا په لاس کې

د افغانستان دعلومو اکاډمي د مافيا په لاس کې

د افغانستان دعلومو اکاډمي د مافيا په لاس کې 
تر هرڅه مخکې بايد يوه يادونه وکړم  او هغه دا چې ما دغه ليکنه په دري ژبه تر سره کړې وه ، خو دا چې زه پوهېدم دري او فارسي  سايټونه زما دغه ليکنه نه خپروي ، نو په خپل يو گران ملگري مې په پښتو ژبه وژباړله ، چې زه له نوموړي څخه د دغه ډول همکارۍ مننه کوم  او کور ودانى ورته وايم .
تېره ورځ مې دپژواک ، ملي باور ، سرنوشت او نورو  ورځپاڼو او سايټونو خبرونه تر نظر تېرول ، چې په يو خبر کې مې د علومو په اکاډمي کې د ايران د نفوذ په اړه ځينې خبرې ولوستلې ، چې په اړه يې ددې اکاډمي دځينو غړو او همدارنگه د رئيس  نظرونه هم غوښتل شوي وو ، خو عجيبه دا وه ، چې د علومو اکاډمي رئيس په رڼو سترگو او  رڼا ورځ په کې اوښ پر بډه واهه ، زه د ايران د نفوذ په اړه څه نه وايم ، ځکه عيان ته څه بيان دى ، خو يو لړ نورو موضوعاتو ته اشاره کوم ، ځکه دغه خو سياسي بحثونه دي او په سياست کې ډېر وخت د درواغو ويل جايز وي او که په بل عبارت يې ووايو سياست ايران او افغانستان نه پېژني .
تاسو ته به ډېره عجيبه معلومه شي چې د علم له پاره جوړه شوې اداره دعلم څنگه دښمنه کېداى شي ؟!، خو زه دلته له ډېرو اوږدو خبرو تېرېږم او په لنډ ډول د اکاډمي په اړه يو څو لنډې خبرې کاږم . دافغانستان دعلومو اکاډمي چې يو وخت په افغانستان کې تر ټولو ستره علمي اداره وه او ستر ستر پوهان عالمان او د نظر خاوندن يې درلودل دا مهال ديوې مافيا په لاس کې لويدلې ، دلته قوانين دشخصي خلکو په لاسونو کې دي او هرڅه چې کوي ، خپله خوښه يې ده ، د قانون مانون  په نامه کوم څيز نه عملي کيږي او نه هم دقانون په نوم کوم شى  شتون لري .
دافغانستان دعلومو اکاډمي چې ديوې مافيايي ډلې له خوا د اخلاقي فساد وروستۍ کچې ته رسيدلې ، چې په اړه يې ډېرې خبرې په علومو اکاډمي کې کيږي ،  په ځانگړي ډول ددغه اکاډمۍ د اداري رئيس او پلان د رئيسانو  او ځينو نورو چارواکو نومونه يې  دخبرونو په لومړي مخ کې قرار لري ، خو موږ يې دلته په اړه څه نه ليکو ، ځکه دغه خبرې شخصي دي او ددوى په ټولنيز برخورد پورې  اړخ لگوي ، خو يوازې يو څو لنډو خبرو ته اشاره کوو:
د ځينو رواياتو پر اساس چې وايي يو وخت دعلومو اکاډمي يوه لايحه جوړېده ، ددغې لايحې جوړونکى د هغه وخت يو ارواښاد منشي و ، چې په مسکو کې يې د دکتورا سور  ديپلوم اخيستى و  او د علومو په اکاډمي کې دسرمحقق لوړې رتبې ته هم رسېدلى و ، نو هغه دمنشي له پاره داسې لايحه  جوړ وله ،  چې که چېرې داکاډمي منشي مقريږي ، نو بايد چې زده کړې يې تر دوکتورا رسولي وي او سر محقق هم وي يو چا پرې په دغه محفل کې غږ وکړ ، چې بايد په يوه پښه گوډ هم وي او نوم يې پلانکى وي ( نوموړى منشي کوډ و )  . ټول خلک پوه شو،  چې دغه مقرره يې دځان لپاره جوړوله ، نه د ملت  ،  علومو اکاډمي   او يا هم دکوم بل شخص لپاره تر څو خپله چوکۍ تضمين کړي او بل يې ترې ونه نيسي ، خو پر دې نه پوهيده چې ژوند تل نه وي ، بله ورځ يې مرگى مېلمه شو او هغه چوکۍ چې نوموړي دځان لپاره ځانگړې کړې وه ، ترې پاتې شوه .
که څه هم دعلومو اکاډمي قانون او لايحې ټولې داړوندو ادارو له خوا منظور شوي او د ولسمشر له خوا توشيح شوي خو لا هم دغه قوانين نه عملي کيږي ، د افغانستان د علومو اکاډمي رئيس چې د جلالتماب حامد کرزي دحکومت په لومړي سر کې د قدرت پر گدۍ ناست دى ، لا هم خپل عيش ماش کوي  ، که څه هم پنځه کاله وړاندې د افغانستان د علومو اکاډمي قانون د ولسي جرگې ، مشرانو جرگې او نورو اړوندو ارگانونو  او د جمهور رئيس له خوا توشيح شوى او په قانون کې په ډېر صراحت سره راغلي چې تر تصويب وروسته بايد تر درې مياشتو پورې انتخابات وشي ، خو لاهم  ددغه قانون د عملي کېدو څخه پنځه کاله تېرېږي ،  خو دغه ماده يې چا تر اوسه نه ده ليدلې ، که څه هم دلته دشکاياتو کمېسونونه ، پرقانون دڅار کمېسيون، ولسي جرگه ، دمشرانو جرگه ، ستره محکمه  او نورې اړوندې ادارې شته خو نه پوهېږم ، چې پر دې اړه يې تراوسه ولې کوم قدم نه دى اخيستى   او نوى کاغذپېچ خبر  يې لا دا چې نوموړى  رئيس اوسمهال خپل اسناد د اکاډيميسن دلوړې علمي رتبې له پاره برابروي .
دعلومو په اکاډمي کې  اداري رئيسان او حتى علمي غړي دلياقت او اهليت پر بنياد نه جذبيږي ، بلکې درئيس ، اړوند بخش د رئيسانو او نورو چارواکو په خوښه استخداميږي او کله چې دپلان رياست ته راشي دا چې اسناد يې وکتل شي يو تعهد ترې اخيستل کيږي او هغه تعهد د  اړوندو رئيسانو په خوښه او شخصي ذوقونو پورې اړه لري بيا جذبيږي ، دلايحې او قانون  عملي کېدل کوم اهميت نه لري ، واسطه په کې لومړيتوب لري .
څه موده وړاندې د پښتني بانک پخوانى رئيس ښاغلى حيات الله دياني د علومو اکاډمي کې په غير قانوني ډول  د څو سوه زره رشوت په مقابل کې د علمي غړي  په توگه مقرر شو ، چې په اړه يې هيڅوک هم خبر نه شول ، څرنگه چې نوموړى اوس د لويې څارنوالۍ له خوا  د اختلاس په تور نيول شوى ، نو  دده نور انډيوالان چې غوښتل يې دده اختلاس د علومو اکاډمي په پاک او سپېڅلي څادر کې پټ کړي ، نو دغه ډول چمونو ته يې په شريکه سره لاس ورکړ  او هغه انډيوالان يې لا هم سرې سترگې گرځي .
هغه شخص چې واسطه ونه لري داکاډمي په اداره کې يې جذبېدل ناشوني دي ، خو بيا چې څوک واسطه  ولري پرته له لوايحو  او  قانون څخه جذبيږي او دا لا څه کوې بله ورځ هماغه شخص رئيس او يا هم په کوم انستيتوت کې امر هم شي ؛ د علومو اکاډمي يو تن لوړ رتبه چارواکى  چې له کورنۍ يې اووه نفره په اکاډمي کې مقرر کړي او  وايي ((موږ  عدالت کوو))  او  نور هم چې څوک په علومو اکاډمي  کې مقرريږي ، بايد دده په خوښه او رضا  وي ، چې څوک يې نه خوښيږي په کرار کرار يې غاړې ته کوي او يا هم دتقاعد غير قانوني عمل پرې ترسره کوي ، څو ورځې وړاندې خبر شوم چې د نشراتو يوتن رئيس ، که څه هم زه د نوموړې ټولې کړنې او  اعمال په بشپړ ډول نه تائيدوم او بل دا چې   زما ورسره د نظرياتو ډېر ژور اختلاف شتون لري او  دخلقي حکومت  په  دور کې مې ور سره ډېر ځل ټکرونه کړي او ديو بل په مقابل کې درېدلي يو، خو دا هم  نه شم کولاى چې دځينو حقايقو څخه سترگې پټې کړم او هغه دا چې د علومو په اکاډمي کې  نوموړى د نشراتو تر ټولو فعال رئيس  و ؛ خو  دا چې داکاډميکو مافياو د  نا قانونه  کړنو او غلاوو  په مخ کې خنډ و ،  تقاعد ته سوق شو ، بايد يادونه وکړو چې د علومو اکاډمي په قانون کې دتقاعد موده اويا کلني ده او په قانون کې صراحت لري ، چې بايد تر اويا کلنۍ وروسته يې دکار د دوام وړانديز وشي ، پرته له دې چې دغه قانون عملي شي ديو بل قانون له مخې چې شخصي تضاد  ورته وايي تقاعد ته سوق شو،  ځکه نوموړي شخص د نشراتو په دوه کلنه دوره کې تر درې سوه زيات کتابونه چاپ کړل ، چې داکاډمي په ټول تاريخ کې نه وو چاپ شوي او خپله بودجه يې صفر کړه او د اکاډيميکو مافيايي غلو له جيبونو يې وساتله ، غلو چې بله لاره ونه ليده ، نو دمخصوص او ځانگړي روش له مخې يې نوموړى له کاره ليرې کړ  او خپله مخه يې خلاصه کړه.
دعلومو اکاډمي چې دا مهال په کې هم په لسگونو سترې علمي سټې خپل علمي فعاليتونه تر سره  کوي ، خو  په تاسف سره بايد ووايم  چې دغه ډول علمي اشخاص دعلومو اکاډمي په لوړو پوستونو کې نه شته ، بلکې عادي علمي غړيتوب لري او هغه علمي اشخاص چې پخوا يې دعلومو اکاډمي په لوړو پوستونو کې کار کاوه کرار کرار له خپلو دندو څخه ليرې شو او پر ځاى يې  نور د اړوندو چارواکو په خوښه مقرر شول او ځينې چې دا مهال دلته کار کوي ، چندان اهميت ورته نه ورکول کيږي . يو وخت مې دهيواد د ستر ليکوال  او ملي شخصيت استاد حبيب الله رفېع سره خبرې کولې ، چې استاد ته علومو اکاډمي مشاور يې تاسو څه ډول مشورې اکاډمي ته ورکوئ ، ايا تاسو ددې رهبرۍ دغه کړنې نه گورئ ، هغه راته په ځواب کې وويل زه چې کومه مشوره ورکوم ، هغه ته څوک غوږ نه نيسي هسې تش په نامه مشاور يم ، زه خپل علمي کار کوم او ددوى په دغو ډول چمونو هم ډېر نه پوهېږم ، يو وخت استاد سعدالدين شپون ددې اکاډمي مشاور و ، چې تر درې مياشتو وروسته يې ددې اکاډمي ټول رازونه کشف کړل او اړوندو چارواکو ته يې ورکړل ، خو پر هغه پسې خلکو ډنډوره وکړه ، چې دا نيم ليونى دى او دلېونو په خبرو پسې څوک نه گرځې ، افسوس چې دلته څوک سمې خبرې کوي هغه لېونى وي ، دا مهال دعلومو په اکاډيمي کې دهيواد بل ستر شاعر او ليکوال سلېمان لايق هم کار کوي ، هغه به مې هره ورځ ليده چې په کاستر موټر کې به تر مکروريان پورې تللو ، زياتره وخت به دکلېنر په چوکۍ ناست و ، ډېر مې ورته زړه خفه و ، يوه ورځ ورغلم له نږدې مې ورسره خواله وکړه او ورته مې وويل استاده ستا   له شان سره مې دا نه لوريږي ، چې يو وخت دې تر ټولو باقدرته وزير وې او اوس دې ددومره ستر علم سره سره داسې حالت ولرې ، هغه وخندل بله ورځ مې وليده ، چې په خپلو شخصي پيسو يې موټر اخيستى و  او اکاډمي ته يې په کې تگ راتگ کاوه .
د علومو اکاډمي په قانون او لوايحو کې ځينې داسې خبرې  شته، چې د پوهو او عامو اشخاصو پرې مخنيوى کوي او د خپلې خوښې اشخاص بيا له دغو لوايحو خوندي کوي ، څه موده وړاندې د دولسم ټولگي يو فارغ چې ډېر کلونه يې د علومو اکاډمي په مختلفو اداري رياستونو کې د رئيس په توگه  کار کاوه ، کله چې د علومو اکاډمي  د علمي غړو او کادرونو معاشونه زيات شول ، دده هم  پيسو ته لاس وخارښتېدل او ځان يې په خصوصي زده کړو علمي غړى مقرر کړ ، که څه هم د خصوصو زده کړو لپاره ځانگړې مقرره شته ، خو دغه مقرره ددغه شخص په مورد کې عملي نه شوه ، ځکه نوموړى شخص دکابل پوهنتون د شپې په پوهنځې کې عملاً پر درس بوخت و . يو څوک چې په پوهنتون کې پر درس بوخت وي، ټول خلک او اداره  پرې خبر وي  او لسانس يې لا نه وي اخيستى څنگه کولاى شي چې په علمي کدر کې جذب شي ؟!خو  نوموړى  د رئيسانو او  اړوندو  چارواکو په رحم او کرم جذب شو او هغه هم په خصوصي زده کړو ، خو کله يې چې  علمي پروژه واخيسته پروژه يې په يو بل شخص دپيسو په مقابل کې وليکله او دفاع يې څو انډيوالانو ته  په کبابونو ورکولو تېره کړه ، يو تن علمي غړي راته کيسه  کوله ، چې کله يې پروژه له رئيسه هئيت  څخه تېرېدله ، نو رئيسانو او دده انډيوالو  يې دپروژې په اړه له زياتو معلوماتو ورکولو څخه ډډه کوله ، يوازې يې د نوموړي رئيس صيب دپوهې او لياقت په صفتونو اړوند استازي غولول او غلطول ، شرموونکې يې لا داوه ، چې لس مياشتې مخکې نوموړى شخص په خصوصي زده کړو مقرر شوى و او يو دم يې د لسانس سند وړاندې کړو ، چې دا هم شرموونکې او دعلومو اکاډمي دقانون او مقررو ښکاره تر پښو لاندې کول  وو ، که څه هم ددغه شخص دغه پروژه تېره شوه ، خو څه موده وړاندې نوموړې پروژه له علومو اکاډمي دباندې چاپ شوه چې د افغانستان ملي اشخاصو ته په کې په ډېره سپين سترگۍ ښکنځلې شوې وې ، خير هرڅه چې وو ، وو به ، خو تر دې يې لا شرموونکې داده ، چې دغه شخص د نورو لوړو زده کړو لپاره دکونډو او يتيمانو په پيسو د  تاجکستان  هيواد ته واستول شو ، تر څو  څه موده وروسته ورته داکاډميسني اسناد هم ورکړي .
ماته يو ملگري کيسه کوله چې دپلان ښاغلي رئيس چې دنوموړي اکاډمي زياتره انکشافي بودجه دده پر لاس مصرفيږي او ډير نور چارواکي هم ورسره شريک دي ، په دوه کالو کې په کابل کې دڅلورو  لوکسو ماڼيو خاوند شو ، نوموړي چې  د زمبق په څلور لارې کې يې د پښتو ټولنې کوم پخوانى تعمير ترميم کړى و ، هغه د ټول ولس تر سترگو لاندې دى   ، ځکه نيمه برخه يې تر يو کال تېرېدو وروسته ړنگه  او چپه شوې او نيمه برخه نوره يې  که خير وي په لنډو ورځو کې به ړنگه شي ، همدارنگه دعلومو اکاډمي هغه تعمير چې د داخله وزارت ترڅنگ  د افغان کړيدلي او ځوريدلي ملت په څو ميليونه  پيسو جوړ شوى و ، اوس يې درځونه کړي او که خير وي ډېر ژر به چپه شي ، همدرانگه دشاه ببو جان هغه تاريخي قصر چې د ترميم لپاره يې په ميلونونو افغانۍ مصرف شوي دپلان د محترم رئيس او نورو اړوندو رئيسانو تر ماڼيو ځار شوي او اوس د څو مياشتو تر تېرېدو وروسته دشکست په حال کې دى ، حال داچې په مرکز کې په سلگونو رسنۍ کار کوي ، هره ورځ دغې اکاډمي ته دمرکو او راپورونو دجوړولو لپاره ورځي ، خو دغو تاريخي غلاوو او خيانتونو ته کله هم نه دي متوجه شوي ، زما له رسنيو څخه دا خواهش دى ، تر څو  يو ځل اکاډمي ته ولاړ شي او دغه ياد تعميرونه له نېږدې وگوري او ددغو تش په نامه رئيسانو غلاوې يوازې ملت ته روښانه کړي  او خپل تاريخي مسؤليت تر سره کړي ، ځکه حکومت خو هسې هم څه نه وينې او که دوى ليدلاى نو ډېر مخکې به يې اقدام کړى واى او ددې پوښتنه به يې کړې واى چې دلته څه تېريږي او څه کيږي .
زه خپلې خبرې ډېرې نه اوږدوم ، ځکه اوږدې خبرې هم خلک نه خوښوي او په دې مصروفه ټولنه کې يې څوک لولي هم نه، خو  که وخت ياري وکړه ، ددې اکاډمي ددغو اختلاس گرو  رئيسانو او مافياوو  ډېر اعمال به په ځانگړو مقالو او ليکنو کې په مستند ډول د اسنادو سره يو ځاى وړاندې کړم،  اوس مې  دغه غير منظمه ليکنه يوازې ددې لپاره وکړه ، چې که د رسنيو او ځينو اړوندو چارواکو پام د علومو اکاډمي خاينانو ته راواړوم ، دا به مې له علم سره يو څه مرسته کړي وي او  په راتلونکې  کې به مې دخپل ولس پر وړاندې خپل څه نا  څه مسؤليت اداء کړى وي . ځکه په علومو اکاډمي کې درئيسانو ټاکل په علم ، لياقت او شايسته گۍ نه ،  بلکې د روابطو پر اساس دي ، هغه څوک چې د رئيس يا کوم چارواکي  خپل وي ، که هغه بې علمه هم وي مقررېدل او په علمي کدر کې يې شاملېدل ډېر اسان کار دي او هغه څوک چې د علم او پوهۍ خزانه وي او د لياقت کچه يې تر نابغه توب رسيدلي وي ، دلته د مقررۍ حق نه لري ، ځکه  هغه د رئيس او يا هم دعلومو اکاډمي دلوړو پوړو چارواکو  له مرحمت څخه بې برخې دى .
ما غوښتل ځينې نورې خبرې هم وليکم خو دا چې بحث ډېر اوږديږي ، له ليکوالو څخه مې هيله ده چې زما ليکنه ولولي او په اړه يې خپل غبرگون زما سره شريک کړي  او هغه څه چې زما سره په دې برخه کې پاتي دي ، زه به يې که خداى کول ډېر ژر د خپلو نورو  ليکنو او يا هم د ځانگړي کتاب په بڼه ډېر ژر چاپ کړم .
وما علينا الاالبلاغ
ستاسو له ستړيا څخه مننه