کور / ترخې خبري / غلبېل کوزې ته وای سورۍ

غلبېل کوزې ته وای سورۍ

څوک خو زما غوندې ساده نه دي چی زیار وباسي


پښتو مښتو خلک په تندر ولي کار وباسي


درنو لوستونکو!


څو موده وړاندې ښاغلي  مشعل د هیواد په ریښتینو بچود جاسوسۍ تور ولګاوه،په


ډیر افسوس چې غلیبل پاڅیږي او کوزې ته وایي چې تا کې دوه سوري دي.


زه نه غواړم په دې وغږیږم چې د مشعل صاحب شاه لید څه وه او دا زما د لیکنې موخه


هم نه ده ،خو لاندې یو څو بیتونه ستاسو په درانه حضور کې وړاندې کوم


د پښتو په نوم ځان ورسوي واک ته


سمدلاسه د پښتو نه روی ګردان شي


د اغیار خوشالیدو لپاره هڅاند وی


یو ناڅاپه په فارسۍ باندی ګویان شي


د قدرت بقا لپاره خپل ځان پلورې


خوشامند ی کړی د نورو جاسوسان شي


په حرامه په حلاله بسیا نه کړي


چې ټلواله کړي خوشاله غلامان شي


افغان ضد ته تملق کاندي بیشماره


له هویته ورتیریږي غلامان شي


ځانته اخلي کریدیتونه په درواغو


خادمان تورنوی او غداران شي


قدرمنو دوستانو!


ښاغلي مشعل څو کاله وړاندې په یو څو ټکو کې چې ګویا شمالي ټلواله کاغذي پړانګان دی دومره وستایل شوه ، چی په پای کې داسې لوړو څوکو ته ورسیده، خو وروورو څرګنده شوه چې هغه ټولې فرمایشي خبرې وی.


مونږ نه پوهیږو چې ښاغلي مشعل په کوم جرت او په کوم استناد د هیواد په ريښتینو بچو


په هغو بچو چې ډیرکلونه یې د افغان ملت او خپلې ژبې لپاره نه هیریدونکي خدمتونه


کړي دومره نه بخښونکي  تورونه لګوي او ټول له دې لپاره چی بل  خوشاله کړي .


دوستانو ! که چیرته د شمشاد چینل چوپړ  د دوستانوپه حضور کې وړاندې کړو


نو زما په اند د نوموړې تلویزون د همکارانو او په ځانګړې توګه ددغه چینل د مشر


ښاغلي حاجي صیب فضل کریم خدمتونه دومره بیشماره او نه هیریودونکي دی چې


زما قلم به یې له لیکنې څخه عاجز وی، خود بیلګې په توګه یو څو خبرې لیکم.


  په دی اوو یا اته کلونو کی شمشاد هغه مثبت کارونه کړی چی زمونږه ډیر درانه


مشران یا اتلان د وخت د ستم له لاسه په دی نه وه توانیدلی.


لمړی .زمونږ د سکه ورونویانی د وجود نه بیلیدونکی حصه یانی د لرو او برو پښتنو تر مڼخ هغه دیوالونه چی دا ډیر


کلونه موجود وه ونړول او د دوی تر منځ یی هغه د ورور ولۍ او سکه ولۍ او الحمدالله


د مینې او محبت فضا رامنځ ته کړه دا ټول د ښاغلي حاجی صاحب فضل کریم برکت دی ،ځکه په فرهنګي برخه کی اوس بیلتون نه احساسیږی او دا لړی به د هغوئ په مرسته نوره هم پیاوړې شي.


دوهم.شمشاد تلویزون هغه چینل دی چې خپرونې یې هم د هیواد دننه او هم د هیواد بهر


ډیرپښتانه وینی او په ریښتا سره سوچه افغانی  او د سړی پری هغه تنده ماتیږی، کومې ته چې نن په میډیا کی اړتیا شته ،او په خانګړی توکه په بهر کی د افغانی ماشومانو لپاره دومره ګټوری دی چې د ګټی اندازه یی زما په اند دهیڅ شی او د میلیاردونو سره نه


شی پرتله کیدی . نو ایا دوستانو خدمت نور څه ته ویل کیږی


نو راځئ په دی دعا سره چې شمشاد ته دی خدای نور هم دومره قوت ورکړی چې د دی څخه لا ستر خدمتونه وکړی او مونږ مطمن یو چی حاجی صیب فضلکریم د لوی خدمت


 لپاره ملا تړلی ده او خدای دی ده ته ډیر عمر ورکړی


د افغان د کاڼو بو ټو افتخار دی


د شمشاد د تلویزون اساس ګذار دی


په میډیا کې د پښتو ډیوی کړی بلی


هم دننه هم بهر کې یې ګفتار دی


که خدمت ته یی په صدق یو څه ځیر شو


د بابا مومند نه وروسته دی حقدار دی


قدرمنو لوستونکو د ژوندون تلویزون او یا د ښاغلی اسمعیل یون په باب د لیکلو په اړه


هیڅ اړتیا نشته ځکه تاسی ټول د هغه د نامه سره بلد یی او ټول پوهیږئ چی هغه یو هیوادپال او د پښتو ژبې کلک خواخوږی دی ، هغه په دغه ځو کلونو کی په سیاسی برخه ګی نه هیریدونکی خدمتونه کړی او ځان یی تل قربانی ته ورکړی دی


په درناوی