کور / علمي / هر څومره چي خام مواد کم وي ، هومره ټولني ځیرکي وي

هر څومره چي خام مواد کم وي ، هومره ټولني ځیرکي وي

هر څومره چي خام مواد کم وي ، هومره ټولني ځیرکي وي


د غه پورته عنوان مي په یوه الماني ورځپاڼه ( ولت کومپک ) کښي ولست او په زړه پوري راته معلوم شو چي


د طبعي زیرمومنفي تاثیر يي پر تعلیم ښودلی دی . څنګه چي ګران هیواد افغانستان هم ډیري طبعي زیرمي لري اودبلي خوا د زدکړي یاتعلیم په برخه کي لا ډیري ستونزي موجودي دي ، شاید داڅیړنه و ډیرو افغانانوته هم په زړه پوري وي، ددي کبله مي وژباړل :




هر څومره چي خام مواد کم وي ، هم هومره ټولني ځیرکي وي


OECD : تعلیم و مځکني زیرمو ته ماتي ورکړل


نیویارک ــ تایوان کیدای شي چي ځان خوشبخته حس کړي . دا جزیره نژدي و چین ته هیڅ ډول طبعي ذخیري نلري


خو بیا هم تایوان د نړۍ څلورمه لویه مالي ‌ذخیره لري، ځکه چي داهیواد د مځکي نه هیڅ شتمني لاس ته نشي


را وړلی، مجبور دی چي د تعلیم په برخه کي پانګه ولګوي څو چي د اقتصاد په برخه کي بری ولري .


د اندریاس شلاېخر د وینا له مخي (چي د اقتصادي ګډکار اوانکشاف د موسیسي ( OECD )) کار کونکي دی، چي داکار تصادفي ندی، هغه دا میندلي ده : هر څومره چي طبعي زیرمي د یو هیواد کمي وي ، هم هومره د مقایسوي تعلیم په څیړنه PISA کي ښه لاس ته را وړني لري . د بده مرغه چي سرچپه د دي نه هم اعتبار لري : هرڅومره چي د یو هیواد په خاوره کي زیات خام مواد پراته وي ،هم هومره يي د تعلیم سطحه کښته وي .


د شلاېخر څیړنه د نژدي ټولو ۶۵ هیوادو لپاره اعتبار لري ، کومو چي د مقایسوي تعلیم په څیړنه کي برخه اخستي


وه ، پدي ډول اسرایل دPISA په څیړنه کي ترخپلو تیل صادر کونکو ګاونډیانونه ښه وځلیدی . همداسي نورهیوادونه چي د خامو موادو د نظره نه غریب دي لکه فنلاند، سنګاپور او جاپان، د PISA په څیړنه کي يي ډیري ښه بریا وي لرلي .


د شلاېخر د لیکني دمخه ، دغه هیوادونه پوهیدلي دي چي دیو هیواد شتمنتیا څومره زیاته په تعلیم پوري تړلی ده. د یو هیواد د تعلیم سطحه نن ورځ د اوږد مهاله شتمنتیا يي ودي لپاره د سنجیدو یوه اطمناني أله ده .


بیا نو طبعاً د خامو موادو ډیر شتمن هیوادنه ښه راتلونکی په مخ کي نلري : سعودي عربستان، سوریه، عمان،


ترنیداد + توباګو، ایران ، قزاقستان – ټولو د PISAپه څیړنه کي تر نیمايي کچي نه کښته لاسته را وړني


درلودلي . د هغوی نه ډیرو خپل عاید چي د خامو موادو د خرڅلاو نه يي تر لاسه کړی وو په بي پروا يي سره


مصرف کړی دی . یوازي کمو هیوادونو لکه ناروي ، کانادا او یا اوسترالیا و کولای شول چي خپل دخامو موادو عاید اوږد مهاله پکار واچوي : هغوی سر بیره د ډیرو خامو مواد په درلودو سره، د تعلیم په ازموینه کي ښه بریاوي لرلي . ختم .


د ژباړونکي تبصره :


زموږ ګران هیواد د یوي خوانه د نیکه مرغه د طبعي زیرمو د درکه بډایه دی ، د بلي خوا د بده مرغه په هیواد کي لا


ډیري ستونزي په مخکي پرتي دي لکه بي امنتي ، اداري فساد، دبیت المال او د دولت دملکیت ، تاریخي اثارو،


ځنګلونو او کانونو چور او چپاول په لویه کچه روان دی او پداسي حا ل کي چي د ناتو او نړیوالي تولني ځواکونه


چي د تیښتي په حال کي دي ( ځکه چي هدف ته صادق نه وه، ددی پرځای چي هغوی ترهګر دولتونه او د ترهګرو ځالي په نښه کړي وای یانښه کړي ، د هغوی پر ځای يي بي ګناه افغانان په نښه کول او کوي يي . پدي غلطه او غیر مسئولانه پالیسي سره يي ټول افغان ولس دځان دښمن کړ،کوم چي په اولو درو څلورو کلونو کي يي دریځ دخارجي ځواکونو په مقابل کي زما د توقع نه خلاف ، ډیرمثبت وو، ځکه افغانان په دودیز ډول دخارجانو په وړاندي ډیر میلمه پاله دي ، خو دخارجي ځواکونو نه يي هیڅکله ښه نه را تلل ، دغربیانو، په تیره بیا د امریکایانو پالیسي د زور او پېسو پر منطق ولاړه ده، هغه هروخت او هرځای اوږد مهاله کار نه ورکوي او دنورو ډیرو ستونزولامیل کیږي ) ، ویره ده چي دخارجي ځواکوپه وتلو سره به افغانان په اول سرکي لانور هم دبي امنتیو او په تیره بیا د اقتصادي ستونزو سره لاس په ګریوان شي . ددی کبله و ټولوافغانانو اوپه تیره بیا دولتي ملي اوبامسئولیته چارواکوته پکار ده چي سر د اوس نه لاس پکارشي اوهر اړخیزه لاري اوچاري یي ولټوي چي د لا لویــو بدختیو او ویرانیو مخه نیول شوي وي :


تر ټولواساسي اویوازنۍ لاره يي ملي یوالي دی ، دکوم چي اوس محال په مخکي ډیر خنډونه پراته دي : د ولس او دولت تر منځ فاصیله ډیره شوی، د داخلي اوخارجي دښمنانو دبي اتفاقی لمسوني ډیري شوي، زور واکي او توپکسالاران د خپلوخارجي بادارانو په مرسته لا پیاوړي شوي دي، د ګوندو په نامه ترسل نه زیاتي سیاسي ډلي یا سیاسي انجوګاني( دخلګوپه اصطلاح سره) د ملي یوالي او ملي کارونو په مخکي یو خنډ ګرځیدلی دی چی د ملي سیاست اوهیواد لمنه باید ځني پاکه شي . داخلي په تیره بیا خارجي محتکرو لکه ( د تیلوکمپنیو او شرکتونو، باکونو، بیمو، دخوراکي شیانو کمپنو) د افغانانو اونورو ولسونوژوند د خطر او تهدید سره مخ کړي، ورځ په ورځ حالت بدتر کیږي او نا آرامی لکه په عربي هیوادونو کي زیاتیږي، دولتونو دتهدید اوسقوط سره مخامخ کیږي ، په نتیجه کي يي د ولس ستونزي لانوري هم زیاتیږي او څه چي لري هغه هم دلاسه ورکوي، ځکه که یو دولت سقوط کوي اویا د فعالیت نه ولیږي، انارشی، ګډوډی، غلاوي ،قتلونه ورسره حتمي زیاتیږي ، اقتصاد، تجارت، زراعت ، زدکړه او روزنه او د ژوندانه نور اړخونه په نه جبران کونکي ډول زیان ویني لکه څنګه چي د درو لسیزو دجنګونو او خرابیو شاهدان یو. دیوکور اویودولت ویرانول آسانه کار دي خو جوړول يي په هرځای کي په تیره بیا په افغانستان او سومالي غوندي هیواد کي ډیر مشکل کار دی . ددی کبله په یوه سیاسي اصطلاح کي ویل کیږي چي : (( هر بیکاره دولت تر هیچ دولت نه ښه دی )) . که څه هم دافغانستان په اوسني دولت کي ډیره سخته ده چي یو کاردي حتی په نسبي ډول دسړي د قناعت وړ کړځي اوهم پر لوی چارواکو د ولس اعتمادډیرکم دی ، په یو فاسد اوبیکفایته نظام کي چي دسړي ځان او مال خوندي نه وي، دشکایت اوعدالت مرجع درک ونلري ، او یو کوچنی قانوني کار د ډیروخت په ضایع کیدو او د ډیر رشوت په ورکولوسره ترسره کیږي اویا هیڅ نه تر سره کیږي ، دخلکوحوصله سرته رسیږي، بي نظمیواونا آرامیوته زمینه مساعدیږي، کومو ته چي دښمنان او استعارچیان تیار ناست او د خپلو جاسوسانو، ګوډاګیانو او اجیرانو دلاري حتی نسبتاً باثوباته دولتونه لکه تونیس او لیبي ته سقوط ورکړل کیږي او غربي استعارچیانودهغوي اقتصادي زکتورونه په تیره بیا د لیبي تیل اولوی يي مالي ذخیري په خپل کنترول کي را وستلي . هغه ساده فکره عرب چي د نظام تغیر ته خوشحاله وه ، اوس دخوبه را ویښ شول چي دوی او ولس ته خو دنظام سقوط پرته د بربادی او بیکاری نه کومه بله ګټه و نه رسول ، ګټه یوازي خارجي استعمارچیانو او دهغوی ګوډګیانووکړل چي په زور یا کاذبي انتخاباتوسره قدرت ته ورسول شول . په مصر اویمن کي د پوځ په برکت


دلوی يي فاجعي او ګډوډی مخه ونیول شول، خود ملیار دو ډالره اقتصاد دي تاوان ور ورسیدی چي زور يي د ولس نه وځي او اقتصادي حالت يي تر پخوا لا ډیر خراب شو، اوس ډیر عرب د خوبه رابیدارشول چي دا نه عربي انقلاب اونه هم عربي بهار وو، بلکي یو عربي بحران اوفاجعه وه او دغربي استعمارچیانو یوه استعماري لوبه وه چي په ډیرکم مصرف او کم وخت کي يي د عربي ځوانو دبیخبری اوکمي سیاسي پوه اوکم سیاسي شعور نه ناوړه ګټه پروته کړل،د ملي کسانو اوملي دولتونوپرځای يي خپل لاسپوڅي کښینول . هغوی د دموکراسي په نامه خلک غولوي، مقصد يي یوازي کاذبي انخابات دي چي ددي لاري نه همیشه خپل ګوډاګیان او جاسوسان وقدرت ته ورسوي، که چیري د اتخاباتو آله کوم وخت کار ورنکړي نوبیا د کودتا او زور د آلي نه کار اخلي ، په افغانستان د درو لسیزو راهسي د داسي توطئو شاهدان یو او دا لوبه لا ختم نده ، وګورو چي دوه کاله وروسته به بیا د چا جاسوسان پر افغانانو تپول کیږي ؟؟؟ هیله ده چي افغان ولس دملي یوالي ، هوښاری او بیداری دلاري وکولای شي چي د را تلونکي ولس مشری لپاره یو ملي با کفایته څوک وټاکي او دتعصوبونو دکړیونه ځان خلاص کړي چي بیله تاوان او تباهی نه بله ګټه نلري .


روسته د شوروي د دولتي سرمایداري نظام د ړنکیدو نه او په تیربیا د ۲۰۰۱ م دسبتمبر د ۱۱ نیټي نه وروسته


د نړۍ سیاسي مشروع نظام یوازي د موکراسی نظام دی، دغربي هیوادونو دنظره او دهغوی دیکتاد نن ورخ پر


نړی حاکمیت کوي، یوڅو اوتوریتیره او سوسیالستي نظامونه چي پاته دي، دهغوی لنمه هم کرار کرار ورټوله وي، اوس هغوی دسوريي دنظام په ړانګیدو باندي اخته دي .


د موکراسی یا ولسواکی نظام پخپل ذات کي بد نظام ندی او نه کوم نوی نظام دی ، دلمړینو ټولنویا کمون اولیه


نظام هم یو ډول ابتدايي او ساده دموکراتیک نظام وو، ځکه د ډیروکارنو اوستونزو دحل لپاره ولس پخپله په خپلو غونډو یا جرګو پرکړي کولي ، پښتني جرګي يي يو ژوندي مثال دی . یونانیانو دونیم زره کاله مخکي په حقیقت


دغه نظام ته دځینو تشکیلاتوپه زیاتیدو سره پخپله ژبه د موکراسی یانی د ولسواکی نظام نوم ورکړی چي په ډیر ځنډ


سره يي اوسني شکل ته وده وکړل ، د دوهمي نړیوالي جګړي وروسته دا وده د سوسیالستي بلاک سره د سیالی


دکبله چټکه شول . خو تر اوسه لا دانظام د پروسي په حالت کي دی ، بشپړ ندی او ډیري ودي لا اړتیا لري . که سړی د


دموکراسی وده په یوهیواد کي دبشري معیارونودفصدی له مخي واټکلي ، په غربي هیوادونو کي چي


وروسته د دوهمي جکړي را هیسي يي په عمومي ډول امنیت ټنک او اقتصادي حالت يي ښه دی، شاید د موکراسی وده تر پنځو فیصدو شاوخوا وي، په وروسته پاته هیوادو کي لکه افغانستان، پاکستان او نور دیوه فیصد نه


بیا تر پنځه فیصده نه زیاتیږي ، پرته د بي کېفیته دولتي تشکیلاتو، د کاغذ پر مخ سیاسي قانون او د کاذبي انتخاباتونور ډیري لاس ته را وړني نلري، که سړی دلته په هر هیواد کي یوازي دبیکارانو، بي سرپنا وواوبي دوا


رنځورانو تعداد اونوري لاینحل ستونزي په پام کي ونیسي چي بشري حقونه يي تر پښولاندي،د دموکراسي نظام


یي هومره ناتکمیل دي .


افغانان باید خپل وخت د نظامو په نامه او شکل ضایع نکړي ، دیو ولس او هیواد ستونزي په نومونو، شعارونو ،


د نظام په شکل اوتشکیلا سره نه حل کیږي بلکي په سنجیده عمل سره . داکار هغه چارواکي ترسره کولای چي ملي صداقت ولري، پاک وي، دکار اهلیت او کفایت ولري . یوملي جنایتکار او ملي خاین که هرڅومره پوه اوماهر وي ، په هغه آندازه يي هیواد او ولس ته ضررهم زیات وي، دملي خاینانود درولسیزوخرابیونه باید پند واخلو.


په غربي هیوادونو کي وینوچي جمهوري اومشروطه شاهي دموکرات نظامونه لري اود دولتونوشکل يي یا ریاستي


اویا پارلماني دی، خوټوله هم دموکرات اوهم مترقي دي . هغه افغانان یا افغاني ډلي چي وخت دریاستي یا پارلماني او یا فدرالي دولتونو په شکل تیره وي یا په سیاست نه پوهیږي یا کسبي تقلب کاران دي ، غواړي چي ولس وغولوي اویا مقصد د افغانستان دتجزي لپاره یوه توطیه ده، کوم چي دهغوی اړکي دافغانستان دیوالي دښمنانو


سره یو ښګاره ثبات دی .


خوسربیره پردي ټولو پورته یادو شوو ستونزو چي موږ افغانان ورسره مخامخ یو باید هیڅ کله دخپل هیواد درو لسیزو ناورین او ویرانی چي دخارجي توطئو او داخلي کودتاګانو په نتیجه کي رامنځ ته شوي، هیر نکړو اوهم مو دعربو او نورو ولسونودسهو نه داسبق زده کړی وي چي د زور او ورانولوکلچر نور د مغز نه لري کړو او پرځای يي دجوړیدو اواصلاح کیدو کلچر دځان کړو. څوک چي د خپل کور دیوال دناپوهی او ګمړاهی دکبله ورانه وي لکه کمونستانو، توپکیانو او طالیبانوچي دکودتاګانو اوداخلي جنګونو دلاري دا کار ترسره کړ، بیا نو غلیم د کور په منځ کي درته ولاړ دی که ته يي غواړي یا نه يي غواړي ، نور مجبور يي چي دهغه په قومانده خپل هیواد ویران اوخپل ولس تباه کړي ، تا بیا په بل وژني ، هغه بل بیا په بل وژني اودا سلسله تر هغه وخته دوام کوي ترڅو چي ریښي دي و باسي او یا دي په دایمي ډول دځان غلام یا مريي وګرځوي .


موږ که سوله او پرمختګ غواړو، مجبوریو دسولي کلچر دځان کړو لکه غربیانو . خو ودي خبري ته مو پام وي ،چي هغوی پخپلو هیوادو کي سوله ،سوکالي اوآبادي غواړي ، انقلاب او هرډول نا آرامیو ته دکرکی په سترګه ګوري او ژريي دمنځه وړي لکه څه موده مخکي چي مو په برتانیه،متحده ایالاتو اونورو اروپايي هیوادوکي ولیدل اوهم يي خلک تر ډیري آندازي رسیدلي دي ، مظاهري يي سولیزي وي ، بیت المال او دخلکومال ته د احترام په سترګه ګوري، تاوان نه ورسوي ، دتخریب کونوتعداد يي ډیر کم دی . خوغربیان بیا په عربي هیوادو کي بغاوت اوفا جعوته په منافقانه ډول انقلاب او بهار وایي . په روسته پاته ټولنو کي د بدمرغه خلک نه یوازي چي دسولیزو اعتراضونو، شکایتونو اومظاهرو د مفهوم سره بلدیت نلري هلته ډیری خلک د بیت احترام هم نلري چي دا دولس مال دی اوباید ضرر ور ونه رسیږي، برعکس وهغه ته د اولجي اوغنمت په سترګه ګوري لکه په افغانستان کي چي په حقیقت هیڅ شی مسئون ندی،د دولت غیرمنقولی ملکیت خولا دجنګونوپه اول سر کي چور شو، دکانونو، تاریخي اثارو او ځنګلونوچورتر اوسه هم دوام لري، د دولت غیرمنقولي ملکیت یامځکه هم په ملینونوهکتاره غلا او هره ورځ غلاکیږي . اوس دي نو د دولت چارواکي پخپله ایماني او وژ داني قضاوت وکړي چي داسي یو بي کفایته اوفاسدي اداري ته دولت ویل کیدای شي ؟؟؟


ددي ملي دوامداروستونزو د حل لاره څه ده ؟ دا او نوري پښتني ډیري زیاتي دي . خو جواب به يي بیا هم هغه یو


وي یاني ملي یوالي چي دعنعنوي یا دودیزو جرګودلاري په سولیز ډول دملي ګټو پر بنسټ دحل لاره ورته پیداشي .


خوددي کار په مخه کي لا ډیر خندونه پراته دي :


اول – افغانستان ډیر خارجي او دا خلي دښمنان لري : خارجي په اول سر کي ګاونډي هیوادونه ، برتانیه او روسیه


راځي . دمتحیده الایاتو امپریالستي نقشه لاسمه معلومه نده چي د افغانستان په برخه کي څه دریځ لري ؟ فعلاًّ


د برتانیي د زاړه او نوي استعار ملا تړي ده : چي دوه وړونه په جنګ واچوه او پر سر يي حکومت کوه او یا سره


جلا يي کړه او بیا حکومت پروکړه . داخلي کمونستي، تنظمي اوطالبي ډلو دخپلو شخصي ګټو، جاه طلبیو


اوټیټــفکریو ( تعصوبونو،تنګ نظریواونورو . . . ) دکبله او هم د خپلو خارجي بادارانو په قومانده هیواد


ویران ولس تباه کړ اودا کار اوس هم په بیلو ډولونو دوام لري . ترڅو چي هغوی پر دولت کنترول ولری،سوله


نشي ټنکیدای ، هغوی هیڅ کله نه سوله او نه ملي یوالی غواړي اونه يي هم خارجي باداران ددی کار اجازه


ورکوي . که نه نو چي دهغوی ملي ضد او تخریبي فعالیتونه و درول شي، سوله به سبا ټینګه شي .


نړیوالو قواوو نه هغوی محوه کړل اونه یي د عدالت منګولو ته وسپارل لکه لافي چي کولي، بلکي هغوي


یي لا نور هم تقویه کړل چي جګړه په افغانستان کي توده وساتي څو چي خپل سیاسي او استعماري اهدافو


ته ورسیږي .


نو ددی آفته به افغان ولس څوک خلاص کړي ؟؟؟ جواب : پخپله ولس د ملي اردو، پولیسو اوملي امنیت په


مرسته داستونزه حلولاشی . خوهغه وخت چي هغه ددي کار ضرورت په واقیعیي ډول درک او ورته چمتو


شي . ولس ته دا دري لاري پاته دي : یا دملي یوالی دلاري نجات ، یا فناء او یا غلامي .


دوهم – ملي ځواکونه لا تراوسه پوري پر پښو سم ندي دريدلي ، دسولي د ټنګیدو او دهیواد دفاع لپاره دهغوی


پیاوړتیا ډیره اړینه ده . د پوځي زده کړي او تجهزاتو ترڅنګه باید هغوی ته تر ټو دمخه د دفاع او جنګ لوړ


مورال ورکړل شي . داکار هغه وخت امکان لري چي دهیواد او ولس سره دهغوی مینه يي په وینو کي ځای


ونیسي، سیاسي شعور ولري خوپه هیڅ شخص یا سیاسي ډله پوري نوي تړل شوي ، همیشه دیوقانوني


دیموکرات نظام اومشروع دولت ساتونکي وي، کودتاګاني په ریښه کي خنثی کړي اونه پخپله د قدرت


غوښتونکي وي .


په لنډ عبارت ملي ځواکونه باید د ولس، هیواد او قانوني و ملي دولت صادقه خدمتکاران اوسي ، نو هغه


وخت هغوی د ولس باور او اعتماد ترلاسه کولای او د ولس په ملا تړ سره بیا هره ملي دنده په بري سره سرته


رسولای شي .


دریم – ملي رهبري ددی ستونزي په حلیدو کي ډیرمهم رول لرلای شي ، خودبده مرغه اوس مهال په هیواد کي د


واقیعیي ملي سیاسي کدرونه لوی کمښت چي بیله شخصي ګټو او امتیازونه یوازي د ملي ګټو لپاره


کار وکړي، اول يي پیداکول مشکل کاردی، دوهم اعتماد پرکول، دریم دافغانانوداکار ندی زده چي په


یوسیاسي چوکات کي ګډ کار وکړي ، د ډیرو سیاسي ډلو د موجودیت علت هم دغه شی دی . هر


یوه څوډنګر پرځان راټول کړي، نوم يي ګوند پرایښی اودریس و نامه ته خوشحاله وي .


زه نه پوهیږم چي په افغانستان کي به څونفره پیدا شي چي د باچاهی خوبونه نه ویني ؟؟؟ خوپدي ښه پوهیږم


چي په اوسنیوشرایطوکي به هیڅ څوک نه د ولس رنځ وردوا کړي او نه به يي یوفصد ستونزي ورحل کړي،


هغوی یوازي یو مقصدلري چي د ولس څوڅاکي ویني چي پاته دي،هغه وسپیږي لکه اوسني چارواکي . چي ته


یوچاته زړه ښه کړي چي داکس به پاک اوملي سړی وي، دهغه سباته درشوت او ملینو ډالور د اختلاس بوی


راپورته شي . جینونه چي يي ډک شي اوپه دولتي چوکیولږ شهرت ترلاسه کړي، نوبیا دستي دشاهی یا


ریاست جمهوری خوبونه ویني ،هغوی نه نور دخپلي ټولني واقیعیتونه په پام کي نیسي او نه يي خپلي دماغی


ناروغی ته پام وي . د ولسمشری د ټاکنومبارزه لانده شروع شوي، ځینو بیا وخت ازانونه شروع کړي دي .


کرزی صاحب ته ښه موقع پلاس ورغلي وه ، په تیره په اولو ۷ کلونو کي چي ملي بنسټونه يي ایښی اوقوي


کړي یي وای چي دهیواد دستونزوپه حل کي يي مرسته کړیوای ، په تیره بیا په بحراني وختونو کي يي


دخپلواکۍ نه د دفاع اوملي رهبري تضمن کړی وای . اوس که څه هم ډیر ناوخته دی خوکه عجل اقدام ورته


وشي امکان يي سته . که څوک يي وغواړي او يايي په مفهوم پوه شي چي داسي بنسټونه دهیواد دبقالپاره


حیاتي اهمیت لري .


خودبده مرغه کرزي صاحب چوکۍ او توپکسالارانو ته ترجع ورکړل چي ددی کبله هم پري ډیري ګوتنیوکي


پر حق کیږي .


څلورم – لوی خنډ پدي لار کي د افغانستان ډیر کمزوره اقتصاد دی چي په خارجي مرستوپوری تړلی اوهغوی


خپل شرایط لري، کوم چي دافغانستان په ګټه ندي .


وبخښی چي کیسه رانه اوږده سوه، زه د لنډو او قاطع خبرو پلوی یم .



نور د هیواد د دایمي خپلواکۍ او سوکالۍ په هیله ، ژوندیوه مبارزه ده ، ملي خدمت یوه ډیره لویه مبارزه ده،


او هغه ملي خدمت کارانو ته اړتیا لري ، هیله ده چي هغوی سره پیدا او دګډ کار لپاره یوه قوي ګړی جوړه


کړي چي هیواد او ولس ته خدمت وکولای شي . ډاکتر ظ . حاذق ۲۲ / ۴ / ۲۰۱۲ م المان