کور / شعر / غـزل

غـزل

زنــدان پــه ځــان منم او ځــنځــــیرونــه هم پــه غــــاړه

خـــو نــه مــنم د بــل هـــډی د خـــپل وطـــن پــه شــاړه

مــلا شــیخ الحـــدیث مې د ډالـــــرو ســیلاب یــووړ

د پـــیر حـــضرت کیسه خو لا له مخکې وه ویجاړه

قــاتــل مــې د ولــس چــې د جــرګې خــیمه کې ولید

ناڅــاپه مــې مــلګرو بس د خــولې نه چیـــغه لاړه

تــر څــو به ګــوډاګـــیه ځــان په نــورو بــاندې ساتې

اخــر به کــوم زوی مــړی تــاته هــم در کوي غــاړه

لـه وېـــرې د چـــیندخــو چـــې ښامار ته پنا یوسي

د داســـې روشـــنفکر پــه مــنــطـق تــو کــوم لاړه

که چېرته په څــپلیو د خائین ویشـــتل رواج شـوه

د ډیــرو نېکټایانو به په غوږ واورې رمــباړه

ســبا د خــپل ملــت تــه چې د نن آینه کې ځیر شوم

نو پوهـ شوم چې حفیظ به راته ولې وئیل ژاړه