کور / هراړخیز / استعمار، امپريالیزم او اسلامي امت

استعمار، امپريالیزم او اسلامي امت

موږ چې کله هم داستعمار((Colonizationاو امپریالیزم (Imperialism)نومونه واورو، نو د انګریزانو استعمار زموږ ذهن ته راځي. هوښیارو انګریزانو داادعا کړې وه، چې دوی به د جنوبي اسیا (برصغیر) هیوادونو ټولني چې یو له ډیرو غیرومه‍‍ذبو، وروسته پاتو او بی تعلیمو ټولنو څخه وه، پر مخ بوځي او پر یوه با تهذیبهاوتعلیم یافته ټولنه یې بدله کړي. لیکن د دوي د استعمار تر شا نور ډیر لاملونو وو.راځئ چې په ګډه سره د څلورو لویو ملتونو او یا په بله معنا تر ټولو زیات مهذبوملتونو چې عبارت دي له بریتانیه، فرانسه، روسیه او امریکا استعمار تر بحث لانديونیسو. دغه څلور ملتونه یو له بل سره په رقابت کې شول تر څو یو له بله زیاتهیوادونه تر خپلي ولکې لاندی راولي.

روس او امریکا د خپلوګاونډیو او نږدي هیوادونو د لاندي کولو لړي پیل کړه. او همداسي یو دشرق او بل دغرب پر لوري د هیوادونو تر خپلي ولکې لاندي راوستلو هڅي پیل کړي. اما د بریتانیياو روسیي د استعمار ستراتیژي نسبت امریکا او روس ته ډیر فرق درلود. دوی په زرګونوکېلو متره لري د نورو هیوادونو د قبضه کولو لپاره ټوپ کړل، چې یو د دوی لهلویو مستعمرو څخه د جنوبي اسیا ( بر صغیر) و. په مجموع کي ټوله سویلي اسیا بغیر لهافغانستانه دوی تر خپل استعمار لاندي راوسته. په پیل کې د لږ مزاحمت سره مخامخ شولاما مزاحمت دومره دوام ونه موند او جنوبي اسیا یي د خپلي مستعمري په توګهوګرځوله.

انګریزان د خامو موادو،ارزانه مزدورانو او حاصل خیزي یا ګتورو ځمکو وږی تږی وو. په سویلي اسیا باندي د ديلپاره حمله ونه کړه چې د دي سیمي خلک تعلیم یافته او ټولنه یې ورته مهذبه کړي،هیوادونه یې ورته اباد او شاړي ځمکي ورته ابادي کړي، بلکې هغوی دخپلو اقتصادي، مذهبياو داسي نورو موخو لپاره دی سیمی ته راغلي وو. دوی غوښتل چې د دی سیمي د بورې،وریجی، تمباکو،وریښم، مالوچ، تیل،ګیس، افیون او داسي نورو طبیعی ذخایرو د غلا کولواو یا خپل ملک ته د وړلو لپاره راغلي وو. لکه څرنګه چې ویسټ فیلیا معاهده (Treaty of Westphalia)چې د غربی هیوادو تر منځ د دیرش کلن جنګ د ختمولو لپاره په اکتوبر ۱۶۴۸ میلادی کال کې تر سرهشوه. دغي معاهدی دیرش کلن جنګ ته د پای ټکې کېښود. له دی معاهدی وروسته یو دا شرطکېښودل شو، چې په غرب کې به سیاست او مذهب سره جدا جدا وي. د مذهب عمل او دخل بهپه سیاست کي بالکل نه وی. نو ټولو غربي هیوادونو په ځانګړي ډول انګریزانو غوښتل چېپه داسی سیمو کې لکه جنوبي آسیا او داسي نورو ورته سیمو یا ملکونو کې لاسپوڅيحکومتونه رامنځ ته کړی او له دغو لارو څخه یې غوښتل، چې خپلي سیاسي‎،مذهبي او اجتماعي ګتي د تل لپاره خوندی وساتي .

غربیانو تل له پیله شرقي ملتونو ته د سپکو ملتونو په نظر کتلي. دوی ویل چې شرق غیر مهذبه، بیتعلیمه او وروسته پاتې ټولنه لري نو دوی د لوستو، باشعوره قوم او د پرمختللی ټولنيپه صفت دا مسئولیت دی، چي دغو ملکونو ته ورشي او دا وروسته پاتی ټولنه په پرمخ تللياو با تهذیبه ټولنه باندی بدله کړي. خو د دي مسئولیت تر څنګ دوی غوښتل چي خپلو شوماهداف په اسانه لاس ته راوړي او دغه سیمي ذ خپلې امپراتورۍ برخه وګرځوي. انګریزاندومره چالاک او هوښیار وو، چې دوی کله هم د شرق خلکو ته خپلو موخو رازونه ورنکړلچې تش د ترقۍ په نوم راغلي انګریزان په اصل کې څه اهداف لري. دغو مهذبو اوپرمختللو قومونو پلان درلود، چي نړۍ باید په دوه برخو، یعني شرق او غرب ( Orient & Occident ) وویشل شي. دوي دیو باشعوره قوم په صفت ویل چې د شرقخلک نا اهله، بي تعلیمه او د استعداد خاوندان نه دی؛ نو دوی په خپلو ملکونو کېحکومتونه نه شي چلولای چې څرنګه باید حکومتداري وکړاي شي د دی لپاره دوی د دي خلکومرستي ته راغلي چي دوی حکومتداري، تعلیم او داسي نورو شیانو باندي پوه کړې. دغهباشعوره قومونو خپل جوړ کړي دروغجن نظریات په دنیا پلورل او ویل به یې چي ځینيسیمي (Territories) او ځیني ملتونه د خپل نفوذ د پراخولو لپاره باید لاندي کړي. اوهمدا و چي د منځنیو پیړیو څخه غربي لیکوالانو په خپلو لیکنو او ناولونو کې داسېتبلیغات کول، چې جنوبي آسیا په اصل کي انګزانو پوري تړلي او دا یو د دوی له سیموڅخه ګڼل کېږي. د بیلګي په ډول که چېرته موږ د مشهورو بریتانوی ناول لیکونکيکېپلینګ (Kipling) یو ناول چې کېم (Kim)نومیږي وګورو نو په هغه کې د هندي کرکټر(Character)څخه کار اخیستي او وایې “هندوستان به له انګلیسيپرته له منځه ولاړ شي او هندوستان به نور هندوستان نه وي” دایو ډیر قوي خو جعلي یا دروغجن تاثر وو. خو چې انګریزانو د شرق په خلکو او په نورهنړۍ باندی پریښود.

دا به ډیره جالبه وي چېد شرق خلک ولي د غرب خلک ډیر مهربانه او هوښیار وبلل د دی ترشا ډیر لاملونه دي،دوی مکتبونه جوړ کړل تر څو د شرق ماشومان تعلیم ترلاسه کړي. همداسي یو څو کارخانيیې په دي موخه جوړي کړي تر څو د شرق خلکو ته دندې پیداشي او مصروف وساتل شي.همداسي دوی سرکونه، پارکونه، پلونه او دعصري څیزونو ګودامونه جوړ کړل. دوي د نويتخنیکونو په راوړلو سره صنعت ته هم یوڅه وده ورکړه، کېدای شي دا یوازیني لامل ویچي غربیانو پر دوۍ (شرق) باندي حکومت وکړ او شکرګزار یي دي. لیکن دا یو روښانهحقیقت دي چې د انګریزانو د دي ډول ښوونځیو د جوړولو څخه اصلي موخه دا وه چې د شرقځوان نسل په خپله ژبه او تمدن باندي وپوهوي، په مغزو کي یې د غلامۍ زهر پیچکاريکړي او د دی له امله دوي په راتلونکي کي د غرب تر لاس لاندي پاتي شي او خپلو ګټوته د دوي په وسیله لا دوام ورکړي. په ښکاره ډول خو دا د شرق د خلکو لپاره یو د غربمهرباني او مرسته وه، چي دوي لپاره یې کارخاني جوړي کړي او دوي اباد کړي خو پهحقیقت کې هر څه بل ډول وو. دوی د سویلي آسیا په ډيره ارزانه اوکمه بیه ځمکه د خپلوګټو لپاره ترینه کار اخیسته. دوی سرکونه د دغې سیمې د خلکو لپاره جوړ نکړل، چې دویدي پري ارامه او راحته سفر وکړي، بلکې د خپلو ګټو لپاره یې جوړ کړل. انګریزانو بهخپل مالونه، غلا شوي خام مواد او داسي نور طبیعي ذخایر خپلو بندرګاوو ته د رسولولپاره جوړ کړي وو. دا د دوی یو بنیادي ضرورت وو، نه د شرق په خلکو احسان. همدا رنګه په افریقا کې هم تکرار شول دا تریخ حقیقت موږ د یو بل انګریز ناوللیکونکي جوسیف کونارد ( JosephConard ) پهخپل “د تیارو په زړه کې ”نومی ناول کې پیداکولای شو. هغه په ډير ازاده ډول د انګریزانو خواهشات په ګوته کړي. انګریزان دافریقا د ابادۍ لپاره نه وو تللي، بلکې د هغوی خواهش د معدنیاتو، اوسپنو او داسينورو قیمتي ذخایرو لاسته راوړل وو او انګریزانو د دی لپاره د افریقا د خلکو حرمت،کلتور او نور عنعنات تر پښو لاندي کړل. په زرګونو افریقایان یې ووژل او د هغويحقوق یې د خپلو خواهشاتو د پوره کولو لپاره تر پښو لاندي کړل.

د پورتنیو تفیصلاتو پهنظر کې نیولو سره موږ دی پایلي ته رسیږو، چې په عمومي ډول په نني عصر کې همداسي څهد اسلامي نړۍ سره هم روان دي. د بیلګي په توګه افغانستان، عراق، پاکستان، یمن اوداسي نور…. د اسلامي نړۍ د خلکو مذهب، کلتور، عزت او عفت تر پښو لاندي کېږي او دنني عصر انګریز یعني امریکا د دي په درشل کي ده، چې په اسلامي نړۍ کي خپل ګوډاګیاناو خپلي اډي ولري ترڅو دوي خپلې ملي ګټې خوندي وساتي. انګریزان د معدنونو، خوراکيتوکو، خامو موادو، وریښمو، مالوچو او داسې نورو شیانو پسی وو. اما امریکا په ټولهدنیا واک چلول غواړي دوی هر هغه هیواد پسی دی، چې د اسلام او د اسلامي امت دبقا او سرلوړۍ لپاره شپه او ورځ یوه کړي. امریکا داسي هیواد کله هم نشی زغملای.دوی تش په نوم دموکراسي او د بشري حقوقو تر چتر لاندي کوښښ کوي، چي اسلامي امت پهخپله قبضه کي راولي- د دوی مذهب، ملي ګټې او کلتور له منځه یوسي او د اسلامي نړۍچې الله جل جلاله ورته بي ساري طبیعي ذخایر ورکړي، خپله خیټه واچوي او د تل لپارهدغه وږی تږی تری مستفید شي. دوی د خپلو ګټو لپاره په ملیونونو بیچاره مسلمانان پهقتل ورسول او په همدي تعداد په معذوره او جیلخانو ته ولیږدول شول او همداحالت لا روان دي. د حیرانتیا وړ ده، چې زموږ ځیني افغانان وروڼه د امریکا په راتګباندي ویاړي او دا د افغانستان د ترقۍ لپاره یو ښه فرصت بولي، ولې په دي نهپوهیږي، چې یرغلګر هیواد کله هم د اشغال شوي هیواد د ابادي لپاره په هیڅ ډول داسيکار نه کوي چې هغه بنیادي وي او د ولس په ګټه تمام شي. موږ باید د تاریخ څخه زدهکړوـ تاریخ تل پر موږه ویاړي. زموږ نیکونو، پلرونو کله هم غلامي نه ده قبوله کړي.په خپله اسلامي، ایماني او افغاني جذبه یې یرغل او ورسره د یرغلو ګوډاګیانوته د تللپاره داسي درس ورکړی چې د تاریخ د کتابونو پاڼي پری ښایسته ښکاري او انشاءاللههغه ورځ نه ده لرې چې موږ یو خپلواک اسلامي او د خپلو افغانانو په مشرۍ حکومت ولرواو د ځوریدلي او کړېدلي ملت په زخمونو باندي د مرحم پټۍ کېږدو الله دي موږ پهاتحاد او اتفاق ولري تر څو چې د اسلام دخپل ملت او هم د ټول اسلامي امت خدمت په ښهتوګه وکړو.