زموږ ځوانان لوستي او نه لوستي نن ورځ پدې پوه شول چې ګران وطن کې راغلي بربادي ،دبې اتفاقي اوځان ته قدرت اخيستلو په خاطر راغله ، پدې ښه پوه شول چې ګران وطن افغانيستان څنګه د سرو وينو او د تودوجګړو کور شو٠
پدې جګړه کې بل شوي اور بڅرکي اوس هم بليږي ، که دا حال مو وي دا د جګړو بڅرکي به تل بل وي ٠
له د به تير شم چې افغانيستان کښې اور چا بل کړه اوربلاونکی د چا په لاس کې وه او اور چا ورواچوه ، ځکه نن ورځ موږ ځوانانو د جنګ او جګړې کرکه راغلي ، دا جګړه چې د بې اتفاقي او ځان ته دقدرت راوړلو له لاسه راغلي وه ، موږ پکې ډير زيانونه وليدل ٠
په د انساني اور تورو لوګوکښې مو سپين زړونه تور شول ٠
داچې اوس ځوانان او ډير روڼ انده خلک پدې وپوهيدل ،چې هغه جګړه د بې اتفاقي او خپل ورور په يو او بل نوم بللو څخه رامنځ ته شوي وه نو اوس ځوانان او روڼ انده پدې هلو ځلو کښې دي چې د بي اتفاقي اور مړ کړي ، او پر خپلو وروڼو پرادو ايښودلي نومونه لرې کړي ، دوي پدې هڅو کې دي چې ګران وطن پر يوالي او د افغانانو په نوم جوړ ،او بل شوي اورونه مړه کړي ٠
خو د بدمرغه ځينې خلک اوس هم شته چې دوي د قدرت په نېشه کې ډوب دي ، پر افغانانو يي سوله ،او يوالي نه لوريږي٠چې ښه مثال يي اوکراين اديسې په ښار کې د افغانانو رياست ته ريس په ټکلو کې ليدل کيږي
خودافسوس ،او ارمان خبره دلته ده چې مسافر ځونان يي ويني ،چې دافغانانو د يوموټي کولو په ميدان کې ځينې لوستي خلک لاسوهنه کوي٠
دلته دګتو په شمير څو کسان ځان ته د قدرت اخيستلو په خاطر غواړي د پښتانو جرګو خبرې ماتې کړې ، دپښتانو هغه جرګو ته په ټيټ نظر ګوري ،کومو جرګو چې په خپلو فيصلو يي د ابدلي په شان مشران د افغانستان ټولواک جوړ کړي ٠هغه ټولواک چې افغانستان يي جوړکړی٠
اوس په اديسه کې ځينې خلک غواړي چې دهغو جرګو خبرې ماتې کړي کومې جرګې چې د پښتانو دستار جوړې شوي ٠
د اورکراين جمهوريت اديسې ښار کې ميشتو افغانانو څخه د ادېسې ښارمسافر ځوانان هيله کوي ! چې له بې اتفاقي لاس واخلي د پښتانو مشرانو جرګوته په درنده سترګه وګوري !! ځان ته له قدرت اخيستلو تيرشي ، هغه څوګ دځان مشر وګڼي کوم چې ډير خلک يي د ځان مشر ګڼي ٠
خداي د وکړي چې افغانان د نړۍ په هر ګوډکې په يوالي او اتحاد ژوندوکړي څوګ چې د قدرت لاسته راوړلو په خاطر بې اتفاقي رامنځ ته کوي دوي ته د خداي د نيکې هدايت وکړي ٠
ومن الله توفيق
اوکراين اديسه مسافر ځوان