کور / تازه خبرونه / هلمند : د ١٠ وسله والو د وژل کېدو خبر ورکړل سو

هلمند : د ١٠ وسله والو د وژل کېدو خبر ورکړل سو

د هلمند ولايت امنيتي چارواکي وايي چي د دې ولايت په اړونده سيمو کي ئې يوشمېر چاڼيز عمليات کړي او د هغوى په پايله کي ئې لس وسله وال طالبان وژلي.
په دې اړه د ٢١٥ اتل قول اردو وياند رسنيو ته ويلي چي ياد عمليات ئې د بهرنيانو سره يوځاى کړي او په پايله کي ئې ياد کسان وژل سوي او همدا ډول ئې په دې عملياتو کي يوه د چاودېدونکو توکو فابريکه هم له منځه وړې.
د يادوني وړ ده چي په دې اړه تر اوسه وسله والو طالبانو څه نه دي ويلي.