کور / تازه خبرونه / ناټو د افغانستان جګړه بایللې ده

ناټو د افغانستان جګړه بایللې ده

په کابل کې خپریدونکو ورځپاڼو نن تر ډیره په خپلو ګڼو کې په افغانستان کې د ناټو په روان ماموریت او د ځواکونو د ایستلو په څرنګوالي بحثونه کړي.
محور نا دولتي ورځپاڼې په خپل لومړي مخ کې په افغانستان کې د ناټو د روان ماموریت په اړه د روسیې نظر راخستی او لیکلي، چې ناټو د افغانستان جګړه بایللې ده.

ورځپاڼې لیکلي، چې روسیې د والګا سیند په غاړه ناټو ته په افغانستان کې د پوځي اکمالاتو لپاره ترانزیټي اډه وړکړه، خو اوس پوره باور لري، چې د امریکا اراده کاواکه شوې او څومره، چې د افغانستان بې پایه جګړه دوام کوي، ناټو او امریکا زوال ته ورلنډیږي.

ورځپاڼې لیکلي، چې روسیه همدا غواړي، چې په افغانستان کې د امریکایي او ناټو ځواکونو د حضور په دوام سره د دوی د ماتې زمینه برابره کړي او همدا لامل دی، چې د دغه هیواد د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف له افغانستان څخه د ناټو ځواکونو د ایستلو په پلان انتقاد وکړ.

ورځپاڼه لیکي، چې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر ویلي، چې ناټو ځواکونه باید تر هغو په افغانستان کې پاتې شي، چې افغان ځواکونه د خپل هیواد د امنیت د ساتلو جوګه شي.

خدمتګار نا دولتي ورځپاڼې بیا لیکلي، چې له ناټو سره هم دا ویره موجوده ده، چې هسې نه له وتلو وروسته یی یو ځلې بیا وسله وال طالبان په هیواد واکمن او القاعده یو ځلې بیا په هیواد کې ځاله جوړه کړي.

د ورځپاڼې په وینا ناټو له افغانستان څخه د وتلو لپاره په دوو ټکو موافقه غواړي، چې د دغه تړون غړي هیوادونه یې باید په پام کې وساتي.

د ورځپاڼې په وینا ناټو غواړي، چې له افغانستان څخه د ځواکونو د ایستلو په اړه د دې تړون ټول غړي هیوادونه باید په خپله کې همغږې وي، حال دا، چې اوس مهال هر یو په خپل سر عمل کوي.

دویم ټکی، چې د ورځپاڼې په وینا ناټو پرې ټینګار کوي دا دی، چې له افغانستان څخه د ځواکونو له ایستلو وروسته د دې تړون غړي هېوادونه به افغانستان نه هیروي او د زیاتو کلونو لپاره به د افغان ځواکونو روزنه او تمویل خپل مهم ماموریت بولي.

ورځپاڼه لیکي، چې د بروکسل غونډه هم تر ډیره په همدې مقصد جوړه شوې وه او په دې ترڅ کې د روسیې او چین د همکاریو په جلبولو هم ټینګار وشو.

خو سرنوشت نا دولتي ورځپاڼې بیا سپارښتنه کړې، د دې لپاره، چې د افغانستان راتلونکی ډاډمنه شي، د چین او روسیې راښکیلول ضروري بللې دي.

ورځپاڼې لیکلي، چې د روسیې او چین ښکیلول به ایران او پاکستان هم اړ کړي، چې په افغانستان کې جګړې ته لمن و نه وهي او دا ځکه، چې د ورځپاڼې په وینا چین په پاکستان او روسیه په ایران اغیزناک نفوذ لري.

ورځپاڼې لیکلي، چې د چین او روسیې د همکارۍ د جلبولو لپاره همدا د قانع کوونکی دی، چې له القاعده او نورو وسله والو ډک افغانستان تر لویدیځ زیات، چین او روسیې ته خطرناک پریوتلی شي.

ویسا خپلواکې ورځپاڼې بیا لیکلي، چې ناټو له ۲۰۱۴ میلادي کال وروسته د افغانستان په اړه د روسیې او چین د همکاریو د جلبولو هڅه په داسې حال کې کوي، چې دا دواړه هیوادونه له افغانستان څخه د ناټو ځواکونو د وتلو په اړه اندیښمن دي.

ورځپاڼې پدې اړه د روسیې د بهرنیو چارو د وزیر څرګندونې راخستې او لیکلي، مخکې له دې، چې دا باوري شي، چې افغان دولت او امنیتي ځواکونه یی د امنیت د ټیګولو وس لري، د ناټو ځواکونو د ایستلو لپاره د مهال ویش ټاکل ناسم کار دی.

ملي باور نا دولتي ورځپاڼې د بارک اوباما په افغان پالیسۍ انتقاد کړې او پدې اړه یی د امریکایی سناتور جان مکین په حواله لیکلي، چې د اوباما دا تګلاره پاکستان ته د ترهګرو د ملاتړ وخت ورکوي.

ورځپاڼې لیکلي، چې جان مکین له افغانستان څخه د ځواکونو د ایستلو او له طالبانو سره د سولې د خبرو لپاره د اوباما په سیاست انتقاد کړې او لیکلي، چې اوباما پدې اړه په افغانستان کې د خپلو قومندانانو مشورې هم نه اوري.

ورځپاڼې د جان مکین په حواله دا هم لیکلي، چې د اوباما له دې کاره داسې انتباه اخستل کیږي، چې امریکا په افغان جګړه کې خپله اراده له لاسه ورکړې.