کور / تازه خبرونه / طالبان د مړو سره د انځورونو اخستل بې حرمتي بولي

طالبان د مړو سره د انځورونو اخستل بې حرمتي بولي

وسله والو طالبانو په خپله يوه ويب پاڼه کي ليکلي چي د امريکا د لاس انجلس په نامه ورځپاڼي چي لراوبر ئې هم خبر پورته کړى ؤ، په افغانستان کي د مړو خپاره کړي انځورونه چي ورسره امريکايان ولاړ دي ، په ځينو انځورو کي ئې د هغوى د بدن غړي او همدا ډول په يوه ځاى کي ئې يوه جسد تر پښو او لاسو، نيولى او پر هغوى باندي د خندلو په حالت کي اخستل سوي، غندلي. وسله والو طالبانو دا د اسلام او انسانيت ضد بشپړ يو عمل ګڼلى او د امريکايانو بخښنه او د پلټنو امر ئې بېځايه ګڼلى او زياته کړې ئې ده چي دا لومړى ځل نه دئ چي امريکايان د مړو سره دا ناروا عمل کوي بلکي په وار وار سره ئې مخکي هم داسي کړي خو يوازي د بخښني په ويلو سره جبيره سوي.
طالبان ليکي چي دا کار که څه هم چي په خوله غندل سوى خو د دوني مشهوري او امريکايي ورځپاڼي له لوري د دا ډول انځورو خپاروى دا څرګندوي چي دا کار د امريکايانو په خوښه سوى او هم ئې د انځورو خپرول د دوى کار دئ، نه يوه تېروتنه.
طالبان ليکي چي ډېر د خواښينۍ ځاى په انځورو کي دا دئ چي په انځورو کي داسي کسان هم ښکاري چي افغانان معلومېږي خو بل اړخ ته دا کار بېرته د امريکايانو بولي ځکه وايي چي د دوى روزنه هم د امريکايانو له لوري ده .