د هلمند ولايت امنيتي چارواکي وايي چي د دې ولايت په ښار صفا اولسوالي کي ئې يو شمېر چاڼيز عمليات کړي چي په پايله کي ئې ٨ وسله وال وژل سوي.
د دې ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال فضل احمد شېرزاد وايي چي دا عمليات ئې په قاضي کارېز کي د بهرنيانو سره يوځاى کړي چي په پايله کي ئې ياد کسان وژل سوي او څلور تنه نور شکمن کسان په سيمه کي نيول سوي چي اوس مهال د دې ولايت په امنيه قوماندانۍ کي تر پوښتنو ګروېږونو لاندي دي.
په دې اړه تر اوسه وسله والو خپله څه نه دي ويلي.