هم مهاله خونړي بريدونه او دامنيتي ځواکونو بې غوري
د پرون ورځې بريدونه چې د کابل په شمول په څلورو ولاياتونو کې هم مهاله د لسګونه ځانمرګي بريدګرو لخوا پيل شول، چې د سلګونو امنيتي ځواکونو او عامه خلکو په وژنه پای ته ورسېد په بشپړ ډول يې د افغان امنيتي مسلحو قواوو شتون او ځواکمنتيا ترسوال لاندې راوسته، په لسګونه ځانمرګي بريدګر، راکټونه، وسلې او مهمات په کومه لار او څه ډول کابل او نورو ولاياتو ته انتقال کړلی شول؟ ولې استخباراتي کړيو ته يې معلومات ونشول؟ ولې د پېښو څخه مخکې کورنيو چارو وزارت او دملي امنيت ادارې د داسې پېښو د کېدو اټکل نه و کړی؟ آيا د ټولو عواملو زېږنده د امنیتي ځواکونو تر منځ د نه همغږۍ شتون دی که څنګه؟ دا او دې ته ورته نور ډېر سوالونه شته چې بايد ځواب شي، سره لدې، چې په افغان امنيتي ځواکونو هر کال کې په ميليونونو ډالر مصرفېږي مګر نشي کولای چې یوازې د کابل امنيت وساتي.
د کابل په شمول ننګرهار، کاپيسا، لوګر او پکتيا ولايتونو کې ترسره شوې پرونۍ پېښې، چې تراوسه یې د اوښتي زیانونو په اړه دقيق معلومات په لاس کې نشته دلسګونو ځانمرګي بريدګرو لخوا ترسره شوي، د اتلس ساعته جنګ وروسته افغان ځواکونه وتوانیدل چې جګړې ته د پای ټکی کېږدي.
د تېر (۲۰۱۱)کال د سپټيمبرپه مياشت کې هم د کابل عبدالحق څلورلارې په هغه ودانۍ کې مسلح مخالفين ځای پرځای شوی وه، چې د جوړېدو چارې یې روانې وې او له هماغه ځایه یې په يوشمېر سفارتونو او وزارتونو بريدونه کول، افغان امنيتي ځواکونو د ۲۴ساعتونو مقاومت وروسته وتوانيدل چې هغه جنګ هم د ډېروزيانونو سره پای ته ورسوي ،موږ پرانټرکانټينينټل هوټل، يو شمېر مهمو دفاترو، دسولې د عالي شوراء پرمشر او يو شمېر نورو مشرانو باندې ځانمرګو او خونړيو پېښو شاهدان یو، د هرې پېښې وروسته زموږ امنيتي ځواکونه د څو ساعتونو لپاره بيداره شي خو وروسته بيا په درانه خوب بيده وي، د شويو پېښو وروسته زموږ کشفي ارګانونو د خپلو معلوماتو پر بناء شوي بريدونه د حقاني او يا هم د ګاونډيو هېوادونو د استخباراتي کړيو کار بولي او وايي چې زموږ معلومات ښايی چې شوی بريد فلانۍ کړۍ کړی، نن یې هم اعلان کړه، چې شوي بريدونه د حقاني شبکې اړونده بريدګرو ترسره کړي، دا یې هم هغه وخت په ډاګه کړه، چې په ننګرهار کې یې يو بريدګر ژوندی ونيو او هغه ورته حقيقت وويل.
د پرونۍ پېښې وروسته امنيتي مسولينو رسنيو سره په مرکو کې ويلي: چې شوي بريدونه د پُلي بل خوا د حقاني شبکې تنظیم کړي وه، خو خوشحالي يې ښوله چې بيا هم افغان امنيتي ځواکونو وکولای شول، ټول بريدګر مات کړي، چې داکار د سرتيرو ميړانه ښايي.
زموږ امنيتي ځواکونو د هرې شوې پېښې پړه پر بل اچولې، هېڅ وخت یې خپله ناکامي نده منلي، او همېشه یې اسرار کړی چې بریدونه د ګاونډي هېوادونو استخباراتي کړۍ تنظيموي، افسوس نه کوي، چې ولې یې د پېښې څخه مخکې د استخباراتي معلوماتو پربناء بريدګر و نشو نیولی، افسوس نه کوي، چې سره له ډېرو امکاناتو، مهماتو او وسايطو هم و نه توانيدل چې د پېښو پر وخت مخه ونيسي، په سلګونو زره مسلح پوځ شتون کې، سره د ميليونونو ډالرو مصارفو، مهماتو، وسايطو، زميني او هوايي امکاناتو بيا هم نشي کولای چې د څو بريدګرو مخه په دقيقو او يا هم په ساعت کې ونيسي، خو چې ساعتونه او ورځې وروسته وتوانېږي، چې د څو په شمار بلواګرو مخه ونيسي خوشحالي کوي او د ځان او د خپلو سرتیرو لاسته راوړنې یې بولي.
موږ ټول افغانان د امنيتي ځواکونو په اوسنيو مسولينو په ځانګړي ډول د کورنيو چارو وزارت او ملي امنيت لوی رياست چارواکو کلکه نيوکه کوه، چې همېشه په خپلو فعاليتونو کې پاتې راغلي، د زميني او هوايي امکاناتو او نړیوال نظامي همکاريو سره سره نه شي توانيدلی چې د څو مسلح مخالفينو مخه ونيسي، سره لدي چې افغان حکومت پس له ۲۰۱۴ کال څخه د امنيتي ځواکونو د مصارفاتو په اړه تشويش لري، دوی انګېرلې چې د ۲۰۱۴ کال وروسته به د افغانستان ټول عوايد په هغه کچه نوي، چې وکولای شي یوازې د امنيتي ځواکونو مصارفات پوره کړي.
کورنيو چارو وزارت تراوسه هغه شمېر وسلې او مهمات چې د عملياتو په جریان کې یې نيولي په بشپړډول ډاياک پروګرام ته ندي سپارلي، د نيول شويو مهماتو څخه پنځوس سلنه د هېواد شمال ته انتقال کېږي او د شمالي ټلوالې په ډيپو کې د آينده لپاره ساتل کېږي.
د افغان ولسمشر څخه په کلکه غوښتنه کو چې د افغان ځوريدلي بچواو جنګ ځپلې هېواد د ښې راتلونکي په خاطر دې په امنيتي (کورنيو چارو وزارت مقام او ملي امنيت لوی رياست مقام) کې تبديلي راولي، هغه څوک دې پرځای مقرر کړي چې د حزبي، سمتي، ژبني، قومي او نژادي تعصب څخه پاک وي، چې وکولای شي خپله دنده په ښه شکل پرمخ بوزي.
د نړيوالې ټولنې څخه مو هم غوښتنه ده، چې د افغان ولس د غوښتنو په نظرکې نيولووروسته دې خپل شتون په افغانستان کې د ۲۰۱۴ کال وروسته هم وغزوي، افغان امنيتي ځواکونه دې په هغه کچه وروزي چې وکولای شي، د نړیوالې ټولنې د مرستو بغیر مخالفينو ته غاښ ماتی ځواب ورکړل شي.