نړېوالو ورځپاڼو تر ډېره په افغانستان کې د طالبانو د پراح حضور او د افغان ځواکونو ته د امنیتي ..
د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په خپله وروستۍ ګڼه کې په یوه مطلب کې تر دې سرلیک لاندې مقاله خپره کړې ده، چې ″د امریکا متحد ایالات او طالبان، په افغانستان کې د یوې مهمې لویې لارې د څارنې په خاطر د یوه بل په وړاندې ولاړ دي.″
ورځپاڼه لیکي، چې دا لویه لاره د امریکا د مرستو په ۲۳۰ ملیونه ډالرو جوړه شوې ده. د ژمي د واورو له ویلي کیدلو سره، طالبان پردې لاره ماینونه ږدي تر څو د امریکايي ځواکونو کاروانونه پرې والوزي.
سیمې ته د امریکايي ځواکونو د کاروان له را رسیدو سره، د امریکايي ډریور له موټره را کوز شي او ناره کړي، چې ماین دی او تر څو چې خلک را رسیږي د ماین د چاودنې غږ ټوله سیمه ونیسي.
هیڅ څوک نه پوهیږي، چې هغه امریکايي عسکر څه شي او یو شیبه وروسته، چې کله د موټر خواته د ډریور څرک ولګیږي، څرګنده شي، چې چاودنې يې غوږونه ور کاڼه کړي دي.
ورځپاڼه د کابل کندهار پر لویه لاره د سید اباد په سیمه کې د داسې ډيرو پيښو مثالونه ورکړي دي.
د مقالې په یوه ځای کې د امریکايي ځواکونو د یوه قوماندان په حواله لیکل شوي دي، چې په دې او نورو سیمو کې پښې داسې څرګندوي چې طالبان په هره سیمه کې حضور لري او حتی د افغانستان د امنیتي ځواکونو په لیکو کې هم شته.
واشنګټن پوسټ ورځپاڼه د دې پوځي چارواکو له قوله لیکي، چې وايي امریکايي ځواکونه له یوې خوا افغان ځواکونو ته د مسولیتونو د سپارلو لپاره تیاري نیسي، داسې عملیات، چې مخالفین وډار کړي، له روانې اړخه د خلکو د اطمینان سبب ګرځيدلای شي او راتلونکي ته یې امیدوارۍ زیاتولای شي.
د بریتانیې چاپ ابزرور ورځپاڼه، د امریکادیوه پخواني منصبدار د ځيني تجربو په اړه لیکنه خپره کړې ده.
ورځپاڼه لیکي دا امریکايي جنرال چې ډانیل ډیویس نومیږي په وروستیو کې لوړ رتبه چارواکو ته د هغو خطرونو په اړه معلومات ورکړل، چې په افغانستان کې میشت امریکايي عسکر ورسره مخامخ دي.
جنرال ډیوییس ورځپاڼې ته ویلي، یوچا باید بالاخره حقایق څرګند کړي واي. د امریکا پوځي قوماندانان تر په افغانستان کې د خپل پرمختګ خبرې کوي، په داسې حال کې چې په دې هیواد کې ستونزې ډيرې دي.
ابزرور لیکي، چې له دې سره چې د امریکا پوځي چارواکي د جنرال ډېوېس خبرې ردوي او د هغه له خوا په دې ارتباط خپور شوی رپوټ یې بې اساسه بللی دی، هغه با تجربې عسکر دی.
ده خپل رپوټ له لږترلږه دوه نیم سوه عسکرو سره د خبرو پر بنا لیکلی دی. ابزرور لیکي، چې دا رپوټ باید د امریکا د کانګرس د غړو غوږ ته ورسیږي ځکه د ښاغلي ډېوېس په وینا، هغوی دي چې باید د سولې او جګړې په اړه پریکړه وکړي.