دناټو مشرانو په بخارست کې ژمنه وکړه چې دافغانستان دقواوسره دمرستی لپاره (١٨٠٠ ) نوراضافی عسکرور لیږی .
فرانسی د(٧٠٠ ) نورو اضافی عسکرو وعده وکړه . گرجستان چې غواړی په ناټو کې غړیتوب ترلاسه کړی د(٥٠٠ ) عسکرو او پولنډ د(۴٠٠ ) نورو عسکرو دلیږلو او همداشان داتو هلیکپټرو چې ورته ډیرضرورت دی وعده وکړه اوایټالی ،رومانیه اویونان هم ژمنه وکړه چې دافغانستان دپوځ دروزنی لپاره هیآتونه استوی.
دچک جمهوریت ، هنگری او آذربائجا او نیوزلاند چې دناټو غړی ندی ، وعده کړیده چې یو شمیر نورعسکر افغانستان ته لیږی .
او ازبکستان وویل، دیوې موافقی لاس لیکولو ته تیاره چې دهغې له مخی به ناټو ته اجازه ورکړ ی چې دمرکزی آسیا ددغه هیواد له لاری په افغانستان کې عسکروته غیر محرب مواد ورسوی .
دامریکا ددفاع وزیر رابرټ کیټز نن دجمعی په ورځ خبریالانو ته وویل، جمهورریس جورج ډبیلو بوش ویلی دی چې امریکا به افغانستان ته بل کال پوره شمیر اضافی عسکر ولیږی .
ښاغلې گیټز داتبصره هغه وخت وکړه چې له رومانیه نه عمان ته روانیده . جمهوررئیس بوش دناټو له غړو هیوادونونه وغوښتل چې دعسکرو شمیر زیات کړی او څیرمه جبهو ته ئې واستوی .
په ځواب کې دکاناډا صدراعظم سټیفن هارپر وویل، دهغه دهیواد قواوی به په جنوب کې پاتی وی .
کاناډا مخکې اعلان کړی وچې که نورهیوادونه دغې سیمی ته تازه دم قواوی وانستوی نوبل کال به خپلی قواوی له دغې سیمی نه را اوباسی .