د ډایکنډي ولایت د افغانستان د مرکزي ولایتونو له جملې څخه دی چې ختیځ ته یې د غزني او بامیان ولایتونه، جنوب ته یې د ارزګان ولایت، لویدیځ ته یې د هلمند ولایت او شمال ته یې د غور ولایت موقعیت لري.
د ډایکنډي ولایت چې د هېواد دریمه درجه ولایت ګڼل کیږي، د وګړو شمیر یې د 417,300 په شاوخوا کې اټکل کیږي مرکز یې د نیلي ښار دی او په مرکز سربیره 7 اداري واحدونه یا ولسوالۍ لري چې له شهرستان، میرامور، سنګ تخت، اشترلي، خدیر، کجران او ګیتي څخه عبارت دي.
د ډایکنډي په ولایت کې پوهنیز پرمختګ په ښه توګه پر مخ روان دی او د همدې لیکنې له لارې د دې ولایت د 1390 کال د پوهنیز پرمختګ په هکله لنډ معلومات له ګرانو لوستونکو سره شریک کیږي.
هیله ده چې دغه معلومات به د پوهنې د مینه والو، څیړونکو، اړوندو اړخونو او ټولو هیوادوالو لپاره له ګټې څخه خالي نه وي او د هیواد د هراړخیزې سوکالۍ، سولې او سمون په لاره کې به د یوه ښه زیري په توګه ثابت شي.
د 1390 کال ښوونیز حالت:
د ډایکنډي په ولايت كې په ټولیزه توګه 347 بابه تعلیمي موسسې د پوهنې له وزارت سره رسمیت او فعالیت لري چې له دې جملې څخه 334 بابه د عمومي زده کړو ښوونځي، 8 بابه د اسلامي زده کړو موسسې ( 1 باب دارالعلوم او 7 بابه دیني مدرسې) 4 بابه دارالمعلمین او د ښوونکو د روزنې الحاقیې، 1 بابه د تخنیکي او مسلکي زده کړو موسسات تشکیلوي او د دې ولایت په تعلیمي موسساتو کې په ټولیزه توګه 56,567 تنه زده کوونکي، طالب العلمان او محصلين د 2,969 تنو ښونكو، مدرسينو او استادانو له خوا په زده كړو بوخت وو.
همدارنګه په 1390 کال کې په همدې ولایت کې 2,590 تنه د سواد د زده كړې په 126 بابه كورسونو كې د 126 تنو استادانو له خوا د ليك لوست په زده كړو بوخت وو.
له 1385كال څخه تراوسه د پوهنې وزارت د ډایکنډي په ولايت كې د 7,177,577 امريكايي ډالرو په ارزښت 116 تعمیراتي پروژې پيل کړې چې 33 پروژې بشپړې شوې، 61 پروژې تر کار لاندې دي او 22 پروژې تدارکاتي پروسه طی کوي.
په 1390 کال کې د ډایکنډي د ولایت د دولسمو ټولګیو د فارغانو شمیر 2,000 تنه دی چې د همدې ولایت د غوره پوهنیز پرمختګ زیری له ځان سره لري.
د پوهنې د بهیر په وړاندې ستونزې:
د ډایکنډي په ولایت کې، د مسلکي ښوونکو کموالی، د تشکیل کموالی او د 196 بابه تعلیمي موسساتو لپاره د تعمیرونو نشتوالی هغه ستونزې دي چې په دې ولایت کې د پوهنې د نظام په وړاندې قرار لري.
باید وویل شي چې د لیکنو دغه لړۍ به چې (د پوهنیز پرمختګ بهیر) په نوم یادیږي، د هیواد په 34 ولایتونو کې له ګرانو لوستونکو سره یو ځای ګام پر ګام مزل کوي او د افغانستان د هر ولایت د پوهنیز پرمختګ په هکله به لږ تر لږه یوه لنډه لیکنه ستاسو مخې ته ږدي. له موږ سره اوسی…