کور / تازه خبرونه / افغانستان په څونه خطرناکه لوبه کي ښکېل دئ؟

افغانستان په څونه خطرناکه لوبه کي ښکېل دئ؟

په کابل کې خپریدونکو ورځپاڼو نن د خپل بحث زیاته برخه په کابل او ولایتونو کې د وسله والو مخالفینو پرونیو ډله ایزو حملو ته ځانګړې کړې، چې حمید مومند ورته کتنه کړې.

ویسا:

ویسا خپلواکې ورځپاڼې پرونیو حملو ته په اشارې لیکلي، چې دې حملو یو ځلي بیا دا وښودله، چې افغانستان په څومره خطرناکه او مرموزه لوبه کې ښکیل دې.

ورځپاڼې وړاندې ځینې هغه پوښتنې پورته کړي، چې له دې حملو وروسته پورته شوي او لیکلي، چې ایا دا د شیکاګو کنفرانس ته یو پیغام وو او که د دولت او حزب اسلامي ترمنځ خبرو ته.

ورځپاڼې دا هم لیکلي، چې ښایي دا حملې د سولې د هڅو په زیان تمامې شي او دا ځکه، چې دې حملو هغو کړیو ته، چې له طالبانو سره د پخلاینې مخالفت دي، یو ښه استدلال په لاس کې ورکړ، چې طالبان سوله نه غواړي او د جګړې په دوام ټینګار کوي.

ورځپاڼې په خپل وروستي تحلیل کې د دې حملو تر شا د بهرنیو کړیو لاس بللې او لیکلي، چې د دې ګټه به هم د هغه چا وي، چې دا سناریو یي جوړه کړې وه.

سرنوشت:

سرنوشت نا دولتي ورځپاڼې بیا په دې مسئلې بحث کړې، چې د پرونیو حملو طراحانو، چې په یو وخت یي په کابل، لوګر، پکتیا او ننګرهار کې ترسره کړل څه غوښتل.

ورځپاڼه لیکي، چې دا حملې په یو نه یو ډول امریکا سره د ستراتیژیکو اړیکو له سند او د سولې په بهیر کې له وروستیو پرمختګونو سره تړاو لري.

ورځپاڼه لیکي، چې ددې حملو طراحانو فکر کاوه، چې دا حملې به د حزب اسلامي او افغان دولت ترمنځ د سولې خبرې زیانمنې کړي او ملي شورا به د سولې له بهیر سره مخالفت څرګند کړي.

خو ورځپاڼې افغان حکومت او ملي شورا ته سپارښتنه کړې، چې د موضوع حساسیت درک کړي او داسې څه دې وکړي، چې د حملې د طراحانو پلان شنډ شي.

محور:

محور نا دولتي ورځپاڼې بیا د پرونیو حملو په اړه بیلابیل نظرونه خپاره کړي او لیکلي، چې که د حملو وخت او نظم ته وکتلې شي، نو دا ویره رامنځ ته کوي، چې وروسته حالات نور هم ترینګلې شي.

ورځپاڼې لیکلي، چې ځینې خلک دا حملې د ولسمشر کرزي له لوري د سولې د نویو هڅو په وړاندې د طالبانو غبرګون بللې، خپله طالبان بیا دا د خپلو پسرلنیو حملو پیل بولي، خو عام افغانان یی د یو بل خونړي کال پیلامه بولي.

ورځپاڼې دا هم لیکلي، چې له پرونیو حملو سره وسله والو طالبانو یو ځلې بیا نړیوالې ټولنې او افغان دولت ته خپل پیغام ورسولو، چې د تیرو کلونو په څیر سږ کال هم دا ډول حملې کولای شي.

ملي باور:

ملي باور نا دولتي ورځپآڼې لیکلي، چې پرونیو حملو دا وښودله، چې د ناټو د ادعا برخلاف طالبان کمزورې شوي ندي بلکه اوس هم کولی شي، چې آرګ ته څیرمه په مهمو سیمو کې حملې کولای شي.

ورځپاڼې دې حالت ته په اشارې لیکلي، چې افغان حکومت او ناټو باید خپل وخت د ستراتیژیو په جوړولو تیر نکړي بلکه د عمل په ډګر کې دې هم کار وکړي.

هېواد:

هېواد دولتي ورځپاڼې پرونۍ حملې په بهر کې پلان شوي بللې او لیکلي، چې په ګاونډ کې روزل شوي تازه دمي ترهګر لوې خطر پیښولې شي.

ورځپاڼې لیکلي، چې په تیرو لسو کلونو کې د پولې بلې غاړې ته د وسله والو د روزنې او تمویل مرکزونو ته پاملرنه ونشوه او اوس دادې، دا مرکزونه سیمې او نړۍ ته په یو لوی ګواښ بدلیږي.

ورځپاڼې دا پوښتنه هم مطرح کړې، چې ولې د یوې داسې پلان شوې حملې مخنیوې ونشو او دا څنګه امکان لري، چې په یو وخت دا ډول هم مهاله حملې وشي.