د کندهار ولايت د ملي امنيت مسئولين وايي چي نن ورځ ئې د چاودېدونکو توکو ډک يو زرنج ډول موټرسېکل نيولى.
د چارواکو په وينا چي ياد موټر سايکل ئې د عينو مېني په موټرسايکل تمځاى کي د يو لړ استخباراتي کړيو پر بنسټ نيولى.
په دې اړه لراوبر ته د ولايت مقام له لوري يوه رالېږل سوې خبرپاڼه هم ليکي چي ياد موټر سېکل د يولړ استخباراتي کړيو پر بنسټ نيول سوى خو د ياد موټر سېکل سره د تړاو په تور ئې تر اوسه څوک نه دي نيولي خو په اړه ئې پلټني پيل کړي.
د يادوني وړ ده چي په دې اړه تر اوسه وسله والو طالبانو څه نه دي ويلي.