د افغانستان ولسمشر حامد کرزي تر شاوخوا اوو مياشتو ځنډ وروسته صلاح الدين رباني د افغانستان د سولي د عالي شورا د مشر په حيث وټاکئ.
د سولي د شورا رياست ته د پخوانيو مجاهدينو د ګوندونو دوه مشران سيداحمدګيلاني او پروفيسر صبغت الله مجددي هم کانديدان ول، خو ولسمشر کرزي تر ډېرو بحثونو وروسته د سولي د عالي شورا د پخواني مشر پروفيسر برهان الدين رباني زوى دې دندي ته وټاکئ.
صلاح الدين رباني د پلار تر مړيني وروسته د جمعيت ګوند سرپرست مشر هم دئ، تر دې دمخه په ترکيه کي د افغانستان سفير وو، په امريکا کي يې د افغانستان په سفارت کي کار کړى او په بهرنيو چارو وزارت کي يې هم دنده ترسره کړې ده.
د بي بي سي د پښتو څانګي راپور وايي صلاح الدين رباني په ١٩٩٥ کال په سعودي عربستان کي د ادارې او تجارت په برخه کي زدکړي کړي او بيا يې په همدې څانګه کي ماسټري ترلاسه کړې ده.
د سولي شورا که څه هم کومه د پام وړ لاسته راوړنه نه لري، خو له تيرو دوو کلونو راهيسي د ولسمشر کرزي له خوا د شاوخوا ٧٠ تنو څخه تشکيل سوې ده، چي اکثره يې غړي يې د پخوانيو مجاهدينو مشران او قومندانان دي، چي په ډېرى يې په جنګي جنايتونو باندي متهم دي.