۰۴ـ۰۴ـ۲۰۰۸ (ژنوساید )
ډېرو درنو لراوبرو پښتنواوټولوقــدرمنو لوستونكـــو!
موږ اوتاسو په دې ورځو كې د رومانيـــــا په پــلازمېنه بخارست كې د ناټو د سرمشريزې غونډې شاهـدان وو دا غـونډه هم ختمه او پريكړو ته يې موږ انتظاركاوه مالومه شوه چې داځل يې بيا له سيند څخه تږي تېر كړو، له نوموړې غونډې څخه لا څو ورځې مخكې ما، زموږ له ليـكوالانوڅخه د دې تمه لرله چې څه خاصه وړاندوينه به وكړي دا نن هم ما هره خوا وكتل ډېرې وېبـــــپاڼې مې وكتې، نورې خپرونې او رادېوگانې مې هم واورېدې خوداسې څه خاص مې ترسترگو نه شول چې لږ څه روښانه اوښكاره مالومات پكې وي بې له ښاغلي ډاكترروستار تركي څخه چې ډېره رښتينې خو دردونكې اودخاصو مداركو په راټولويې خپله ليكنه پوره كړې وه هو!
د ناټواود روسانو يارانه هم نن ښــه را ځرگنــده شوه اوس نوهرړونــد په دې پوهېږې چې زموږ جگړه په لوى لاس اوږديږي اود بن دكنفرانس پرېكړي هم په لوى لاس د ځانگـــړې ستراتيژي له مخې په سرچپه ډول عملي كيږي مثلاٌ:
۱ ـ ابراهيمي پخپله دبن دپريكړو په عملي كېدو كې غبن وكړ مانا داچې زموږ د ولس زړه يې ونه نيو د نړۍ په مخ يې يو بام دوه هواوې جوړې كړې هغه داچې جنگي مجريمينو ته يې نه تنهـاچې شين څراغ وركړ بلكې داسې يې د افغـان دولت په ورمېږ ورسپاره كړل چې اوس يې څوك راښكته كولاى هم نه شي
۲ ـ په اداره يې داسې كسان واكمن كړل كوم چې جنگي مجرمينوورته ښودلي ول، ځكه خو زموږ افغان دولت د نړۍ په مخ هم په رشوت او هم د مخدره توكو په كركيله او تولــيد كې نړيوال ركارډ خپل كړخوبياهم لادملگروملتونوحمايه له ځان سره لري داځكه چې نوموړې اداره دجگړه مارو تر اثر لاندې ده كنه نو ولې دافغانستان جگړه نه ختموي او ديو قام نابودي ته يې مټې رانغښتې دي؟
۳ ـ زموږ دملي اردو اوپوليسو دتنظيم او روزنې لپاره پاك زړونه شتون نه لري نه تنهاچې سمه روزنه يې نه كيږي بلكې د نوو اومـډرنو وسلو په ځاې زړې اوجعلي وسلې ور كول كيږي چې څو ورځې مخكې تاسوله راډېوگانوڅخه واورېدل، خودابايد زياته كړم چې صرف زموږ تاريخي دوست هيواد جرمني د زړه له نېته لگيا دى خو بيا هم پوره واك نه لري
۴ ـ پخپله نړيوال قوتونه هم په يوه خوله نه دي څوك په يوه خوا زور وهي اوڅوك په بله دا شپږ كاله كيږي چې دڅلويښتوپه شاوخواكې بهرني مملكتونه په مستقيم ډول لگيادي خوحاصل يې هيڅ او ورځ په ورځ امنيت پسې خرابيږي
۵ ـ ناټواوملگري يې ښه پوهيږي چې دا ستونځې پاكستان رامينځ ته كوي نوبيا ولې په اسلام اباد يو دوه بمونه نه وراچوي چې دا شپږ كاله يې د طالب په نوم زموږ نسل وژنه روانه ساتلې ده؟ اوس ټول پوهيږي چې نه خوطالب د پښتون قام استازيتوب كولاى شي اونه يې څوك ترهغه وخته پورې ژوندى پرېږدي خوهسې اوس ددوى په نوم جگړه پسې اوږدوي ترڅودنړۍ په مخ دابېوزله پښتون قام نېست اونابود كړي ډاكتر صاحب داسې ليكلي دي:
((سره له دې چې ملېشې دوسلوله دركه بېوزله دي اودناټودمډرنووسلوپه وړاندې زيات تلفات ور كوي، خو وژنه دهيڅ په خاطرداشغال په وړاندې دمقاومت دليكو دپياوړتياپه يو لامل بدله شـــوېده دهمدغه واقعيت په نظر كې نيولو سره انگليسي ډگرمن Ed Butlerچې دافغانســــتان دجگړې له ډگر نه نوى لندن ته راغلى و، ووېل چې جگړه به تر ۲۰ كلونو پورې دوام وكاندي ))
خوږو لوستونكو!
باور وكړئ چې د روستار تركي صاحب ليكنې ډېر سخت ناهيلى كړم تاسو پخپله دانگريزي ډگرمن پورتنۍ خبرې ته سم ځير شئ چې شل كاله به لا نورهم جگړه دوام وكړي نوپخپله فكر وكړئ چې پښتون قام ته به شل كاله وروسته څه ورپاته وي؟
دنوموړي ډگرمن خبرې دا را په گوته كوي چې زموږ ستونځې ته څوك پاك نېت نه لري او داچې جنگي جنايتكاران ورځ په ورځ راته چاغوي او كــرزي ورسره د مصلحت په نوم خپل قام ترمرۍ نيسي علت يې همدا دى چې د جگړې اوربل وساتي او پښتون قام تر وروستي يتيمه پورې ووژني نور به ستاسو وخت نه نيسم دانور جريان دښاغلي ډاكترصاحب روستار تركي په ليكنه كې ښه په غور اوحوصله سره ولولئ او د خداى لپاره ديو رښتيني او اتل مشرپه لټـون كې شئ كنه نو يو به هم پاته نه شي .
يادونـــــــــــــــــــــــه:
له خپلو اتلو ليكوالانو څخه هيله كوم چې قلم راپورته كړي، د قلم اوقناعت له لارې نړيوال قوتونه پوه كړي چې دجگړو اوږدول به دوى لا ډېر تاواني كړي اوددې سبب به شي چې بيانړيوال نظامي فاكتونه وزېږيږي په هغه صورت كې به داځل خامخا پښتانه بيانو يو بل ډول معامله وكړي . مننــه