کور / تازه خبرونه / کندهار : د تښتوونکو يوه ډله ونيول سوه

کندهار : د تښتوونکو يوه ډله ونيول سوه

د کندهار ولايت د امنيت آمر رحمت الله اطرافي وايي چي په دې ولايت کي ئې د تښتوونکو يوه ډله نيولې.
نوموړى وايي چي د يادي ډلي څخه پوښتنه ګروېږني رواني دي او د دې ډلي ترڅنګ ئې ١٥ تنه د بېلابېلو جنايي جرمو له کبله نيولي.
نوموړى همدا ډول وايي چي هغه دوولس کلن کوچنى چي څه موده وړاندي د غلو له لوري تښتول سوى ؤ، ژغورلى دئ.