د کندهار ولايت امنيتي چارواکي وايي چي تېره اوونۍ ئې د يوشمېر عملياتو په ترڅ کي ٢٧ تنو وسله والو ته مرګ ژوبله اړولې.
د دې ولايت د امنيت آمر رحمت الله اطرافي وايي چي ياد شمېر کسان ئې د تېري اوونۍ په اوږدو کي نيولي.
نوموړى زياتوي چي په يادو کسانو کي پنځه تنه وژل سوي ، د يوه ځانمرګي په ګډون شپږ تنه ټپيان سوي او نور ئې ژوندي نيول سوي.
د يادوني وړ ده چي په دې اړه تر اوسه وسله والو طالبانو څه نه دي ويلي.