کور / تازه خبرونه / طالبان : په ارغستان کي يوه ارتباطي عسکر، پوليس ووژل

طالبان : په ارغستان کي يوه ارتباطي عسکر، پوليس ووژل

وسله والو طالبانو په خپله يوه ويب پاڼه کي خبر ورکړ چي تېره ورځ د کندهار ولايت په ارغستان اولسوالي کي د دوى يو ملګري ٨ پوليس وژلي او د هغوى وسلې او مهمات ئې د ځان سره وړي.
د وسله والو طالبانو وياند رسنيو ته ويلي چي ياده پېښه د شپې له خوا د ګومبتي په سيمه کي رامنځ ته سوې او بريد کوونکى تر بريد وروسته بېرته د وسله والو طالبانو و ليکو ته ځان رسولى.
د يادوني وړ ده چي دا ډول پېښو په دې وروستيو کي ډېر زور اخستى او د افغان حکومت او بهرنيانو له پاره يوه ننګونه بلل کېږي.