کور / تازه خبرونه / ځيني رسنۍ د ملي ګټو پر خلاف خپروني کوي

ځيني رسنۍ د ملي ګټو پر خلاف خپروني کوي

د کابل ورځپاڼو نن خپل زیاتره مهم سرلیکونه له امریکا سره د ستراتیژیکو اړیکو په وړاندې وروستیو پرمختګونو او له ګاونډېو هېوادونو سره د ځینو رسنیو د تړاو په اړه راپورته شوېو بحثونه ته ځانګړې کړي، چې حمید مومند ورته کتنه کړې.

سرنوشت:

سرنوشت نا دولتي ورځپاڼې د شپې د عملیاتو له افغاني کیدو وروسته هیله څرګنده کړې، چې د امریکا او افغانستان ترمنځ د ستراتیژیکو اړیکو سند به د شیکاګو تر غونډې لاسلیک شي.

ورځپاڼې په دې اړه د ولسمشر کرزي د ویاند ایمل فیضي څرګندونې هم راخیستي او لیکلي، چې دا کار ځکه شونې دې، چې د ستراتیژیکو اړیکو په وړاندې اساسي خنډونه اوس له منځه تللي.

ورځپاڼې په یو جلا مطلب کې د افغان دولت او امریکا ترمنځ د ستراتیژیک تړون پر سر دا یوه زرګري جګړه بللې وه، چې د ورځپاڼې په وینا اوس پای ته رسیدلې.

خو ورځپاڼې لیکلي، چې اساسي ستونزه دا نه وه، چې د شپې عملیات دې افغان ځواکونو ته وسپارلې شي او د بګرام زندان دې له امریکایانو واخستلای شي، بلکه د ورځپاڼې په وینا اساسي ستونزه لا هم پر ځآی ده او هغه د جګړې دوام دې، چې باید د حل لاره ورته ولټولې شي.

ملي باور:

ملي باور نا دولتي ورځپاڼې هم افغان دولت ته د زندانونو سپارل او د شپې د عملیاتو افغاني کول د ستراتیژیک تړون په وړاندې اساسي خنډونه بللي، چې اوس له منځه تللي.

خو ورځپاڼې لیکلي، چې د ستراتیژیک اړیکو په سند کې، چې تمه ده د شیکاګو تر غونډې مخکې لاسلیک شي، امریکا ته د پوځي اډو ورکول د ستراتیژیک تړون برخه نده او پدې اړه به جلا خبرې کیږي.

ورځپاڼې پدې اړه د ولسمشر کرزي د ویاند ایمل فیضي په حواله لیکلي، چې ددغو اډو په اړه به د دواړو لوریو ترمنځ خبرې د شیکاګلو له غونډې وروسته پیلیږي.

هېواد:

هېواد دولتي ورځپاڼې بیا پدې ټینګار کړې، چې له امریکا سره د ستراتیژیکو اړیکو رامنځ ته کول د افغانستان د راتلونکي د ضمانت لپاره مهم دې.

ورځپاڼې لیکلي، چې د شپې د عملیاتو له افغاني کیدو سره نه یوازې ددې اړیکو په وړاندې خنډونه له منځه ولاړل بلکه دا په هیواد کې د ملي حاکمیت د ټینګښت په لور یو بل مهم ګام وو.

د کابل ورځپاڼو پاتې مطالب له ګاونډیو هیوادونو سره د رسنیو د تړاو په اړه پورته شویو بحثونو ته ځانګړې شوي.

محور:

محور نا دولتي ورځپاڼې په دې اړه د یوې غونډې بهیر ته کتنه کړې، چې د ورځپاڼې په وینا له عجیبو خبرو او نزاکتونو مالا ماله وه.

ورځپاڼه لیکي، چې په دې غونډه کې د ملي امنیت ویاند لطف اله مشعل د ځینو رسنیو نومونه یاد کړل، چې د ده په وینا د هېواد د ملي ګټو په خلاف خپرونې کوي، پاکستانیان او ایرانیان په کې په ناقانونه توګه کار کوي او زیاتره خپرونې یې د ایران د سیاسي اجنډا تر سیورې لاندې چمتو کیږي.

ورځپاڼه لیکي، که څه هم په دې غونډه کې د ملي امنیت چارواکو دغه رسنۍ تورنې کړې، چې له ګاونډیو هېوادونو لکه ایران او پاکستان نه پیسې اخلي، خو ورځپاڼه د مشعل په حواله لیکي، چې ده د رسنیو د مالي منابعو په اړه څه نه دي ویلي.

ورځپاڼې لیکلي، چې پدې غونډه کې د ایران د پریس ټي وي او فارس اژانس په ګډون د هغو رسنیو نومونه ندي اخستل شوي، چې په افغانستان کې په غیر قانوني توګه فعالیت کوي.

ویسا:

ویسا خپلواکې ورځپاڼې هم دا انتقاد کړې، چې د رسنیو د همغږۍ پدې غونډه کې د هغو رسنیو نومونه ندي اخستل شوي، چې د پردیو لپاره کار کوي، بلکه تر ډیره هغه رسنۍ او څیرې تورن شوي، چې ملي دریځ لري.