کور / راپور / HDP:په هدفي وژنو کي ټولټال ۷۰۰ هزاره ګان وژل سويدي

HDP:په هدفي وژنو کي ټولټال ۷۰۰ هزاره ګان وژل سويدي

په هدفي وژنو او بمي چاودنوکي تر اوسه د هزاره قبيلې ۷۰۰ وګړي وژل شوي دي:   ايچ ډي پي

  په کوټه کي د هزاره ډيموکراتيک ګوند له خوا شل ورځنی احتجاج اعلان سوی دی . دغه احتجاج له هغه وروسته اعلان سو، کله چې تېره ورځ په کوټه کي پر پرنس واټ د هزاره قبيلې شپږ تنه په هدفي وژنه کي ووژل سول . دوې اوونۍ وړاندې هم د يادې قبيلې شپږ تنه پر سپيني واټ وژل سوي وو.
  د هزاره ډيموکراتيک ګوندمشر عبدالخالق هزاره د کوټي په مطبوعاتي مرکز کي يوې خبرې غونډې ته د وينا پر مهال وويل، چې  په روانه اوونۍ کي به په لاهور او پلازمېنه اسلام اباد کي لاريونونه  کېږي . پر پنځلسمه نېټه به ټول ګونديزه غونډه رابلل کېږی او د راونې مياشتې له شلمې بيا تر دېرشمې نېټې پوري به په امريکا، اروپا او په ټوله اسيا کي د ملګروملتونو، بشري حقوقو او پاکستاني سفارتخانو مخې ته احتجاج کېږي .
  عبدالخالق هزاره وويل چې دا خبره زما لپاره دمنلو وړ نه ده، چې حکومت  د خلکو په ساتنه او ژغورلو کي پاته نه دی راغلی . زموږ استخباراتي ادارې څه کوي ؟  ايا دا د هغو او د فوځ د مشر مسووليت نه دی؟  ايا د قيامت په ورځ به دوي ځواب نه ورکوي .  له نن څخه شل کاله وړاندي په کوټه کي د ټولو مسلکونووګړيو د امن او سولې ژوند تېرولی .  دلته خلکو ټولو مذهبونو ته احترام درلود. په کوټه کي د ټولو مذهبونو او مسلکونو وګړي ژوند کوي . که ټول زړونه سره نږدې نه کړي او يو بل ته احترام ونه لري، د سولي راتګ ناشونی دی .    
   دهزاره ګوندمشر زياته کړه، چې دا لومړی ځل نه دی چي دهزاره قبیلې وګړي په نښه کېږي، بلکې دده په خبره تراوسه پوري په هدفي وژنو او بمي چاودنوکي ددوی تراووه سوه زیات وګړي وژل سوي دي . دده په خبره چې دهزاره وګړیو په وژنه کي ریاستي ادارې لاس لري .

Hazara tarhet killing quetta


  په دې لړ کي د کويټې د پريس کلب مخې ته هزاره ډيموکراتيک ګوند له خوا يوه مظاهر وسوه، چې په کي د ګوند په لسګونو ښځينه او نارينه غړيو برخه لرله .
  په مظاهره کي شريک د هزاره قبيلي يوې پېغله زاره وويل چې په عاشورا او نورو مراسمو کي پر موږ بريدونه ترسره کېږي، تر څو به پر موږ دا بريدونه دوام لري . موږ له حکومت څخه غوښتنه کوو، چې موږ ته دي د هديرې لپاره نوره ځمکه راکړي، نور زموږ په هديرو کي د مړيو د ښخولو لپاره ځاي پاته نه سو.  او نور موږ دخپلوخپلوانو د جنازو د ليدلو توان نه لرو .
   په لاريون کي شريک يو بل هزاره عبدالرحيم ايالتي حکومت په دې ګرم وبللی ،چي ددوي دوګړيودساتنې لپاره يې هیڅ نه دي کړي،   ده وويل چې  زموږ ځوانان  په سيمه کي ګرزېدو ته زړه  نه ښه کوي، موږ د عزادارۍ جلسونه نه شو ايستلای، هر چيري چې ځو په نښه کېږو. ملګري ملتونه او دبشري حقوقونړیواله اداره دې نور زموږ  ژوند وژغوري .
   د ياد ګوند مشر سکرټر احمدعلي کوهزاد په خپلو خبروکي وويل، چې موږ  د پاکستان له حکومت څخه غوښتنه کوو، چې دلته دي په امن راوستلو کي خپل رول ولوبوي، د روانو پېښو دي عدالتي پلټني وکړي  او فرقه يزې  وژنې ته دي د پاي ټکی کښېږدي . 
  د پولیسو په وینا په کوټه کې له مودې راهیسي فرقه ییزې هدفي وژنې رواني دي چې هزاره ګان او د شیعه مسلک کسان په نښه کیږي . په تېرو دوو اوونيو کي پر هزارګانو د درېو بريدونو په نتيجه کي ديارلس هزاره ګان وژل سوي دي . چې  د دوو بريدونو مسوولیت تحریک طالبان پاکستان جندالله نومي وسله واله ډلې پر غاړه اخیستی دی،
خو د دې وروستۍ پېښې مسووليت بیا لښکر جهنګوي ډلي منلی دی .
 د پاکستان له شاوخوا ۱۸۰ میلیون وګړو څخه په سلو کې شاوخوا۸۰ یې سني مذهبي تشکيلوي، چې شيعه ګان پکې لږکي بلل کېږي .