کور / تازه خبرونه / ډايکنډي: ترافيکي پېښي دوو تنو ته مرګ ژوبله واړوله

ډايکنډي: ترافيکي پېښي دوو تنو ته مرګ ژوبله واړوله

نن سهار شااوخوا ٩:٠٠ بجې د ډايکنډي ولايت اړوند د شيش په نامه سيمه کي يوه ترافيکي پېښه رامنځ ته سوه چي په پايله کي ئې دوو تنو ته مرګ ژوبله واوښته.
پېښه د يوه مني ډوله موټر د چپه کېدو له کبله رامنځ ته سوې.
د کندهار ولايت د ٤٠٤ نمبر ميوند زون د ترافيکي د عمومي مديريت د اکمال آمر دويم څارن ښاغلي عتيق الله لراوبر ته د يادي پېښي د رامنځ ته کېدو پخلى وکړ او زياته ئې کړه چي پېښه د موټر چلوونکى د بې احتياطۍ له کبله رامنځ ته سوې او په پايله کي ئې موټر چلوونکى وژل سوى او يو تن سپرلى ټپي سوى دئ.
نوموړى وايي چي ټپي سوى کس ئې په سيمه کي د زهرا په نامه روغتون ته وړى .
د کارپوهانو په وينا ترافيکي پېښي تر جګړې را وروسته دويمه درجه پېښي دي چي مرګ ژوبله ئې اولسي وګړو ته رسېږي.