کور / تازه خبرونه / د سعودي مرستندويه كميټې په جلال اباد کې مرسته وکړه

د سعودي مرستندويه كميټې په جلال اباد کې مرسته وکړه

پېښور:د افغانستان لپاره د سعودي مرستندويه كميټه د افغانستان په ټولو ولايتونو كې د جوماتونو په فرشولو او لاسپيكرونو يې د سمبالولو په پروژه بوخته ده.د دې پروژې په لړ كې د دوشنبې په ورځ، د اپريل د مياشتې په نهم تاريخ د ننګرهار ولايت د جلال آباد په ښار كې د حج او اوقاف په رياست كې لويه غونډه تر سره شوه، په غونډه كې د حج او اوقافو د رياست اداري مرستيال، د ولايت اداري هيئت، د علماء د شورا ځينې غړو، ګڼ شمېر ملايانو، خطيبانو، ځايى اوسېدونكو او نورو دولتي چارواكو ګډون كړى وو، غونډه كې د نورو ويناوالو تر څنگ د حج او اوقافو اداري مرستيال ښاغلي يونس مدني، د ولايت د اداري هيئت په مشرۍ ښاغلي قريب الله هجرت او د مرستندويه كميټې د جلال آباد د دفتر مديراستاذ فضل الهادي ويناوې وكړې.ټولو ويناوالو د خادم الحرمين الشريفين پاچا/ عبدالله بن عبدالعزيز او د سعودي سخاوتمند ولس څخه په پرلپسې ډول د هر اړخيزو مرستو د زړه له كومې مننه وكړه او افغان او سعودي ولس تر منځ يې د لا ټينګو اړيكو او خواخوږۍ هيله څرګنده كړه او د لا زياتو مرستو غوښتنه يې وكړه.د غونډې په پاى كې د ننګرهار ولايت د غوره شويو جوماتونو متوليانو ته د جوماتونو لپاره ځانګړي شوي فرشونه او لوډسپيكرې وسپارل شوې.بايد وويل شي چې ياده پروژه وروستيو درې مياشتو كې د افغانستان په غربي، جنوب، مركزي او شرقي ولايتونو كې تر سره شوه او په راتلونكې مياشت كې به په شمالي ولايتونو كې بشپړه شي، د نوموړې پروژې د پلي كېدو دپاره سعودي عربستان يو مليون ډالر بوديجه ځانګړې كړې.د يادونې وړ ده چې نوموړې كمېټې د جوړښت د لومړۍ ورځې څخه په افغانستان او په پاكستان كې د افغاني بې وزلو مهاجرينو سره نه هېرېدونکي مرستې کړي دي او لا دوام لري.