دهلمندولايت دمركز لښكرګاه په بولان سيمه كې نن سهار يوه تن دځان په چولو سره درې پوليس اويوولسي وګړى ووژل .
دهلمندامنيه قوماندان مل پاسوال محمدحسين انډيوال وويل چې بريدكونكى پلى روان ؤ اودپوليسو له يوه موټرسره نژدې يي ځان والوزاوه .
دوسله والو طالبانو يوتن وياندقاري يوسف احمدي وويل چې چاودنه ځانمرګى بريد نه بلكي يوه ښخ شوي ماين ؤ .
هغه ادعاوكړه چې په پايله كې يي څلورتنه پوليس ديوه سميز قوماندان ملامريض سره وژل شويدي .
دحكومت يوې سرچنې هم دملامريض په نوم ديوه قوماندان وژل كيدل تائيدكړه .