کور / تازه خبرونه / طالبان : د هلمند په جګړه کي مو ٤٠ تنو ته مرګ ژوبله واړوله

طالبان : د هلمند په جګړه کي مو ٤٠ تنو ته مرګ ژوبله واړوله

وسله والو طالبانو په خپله ويب پاڼه کي د نن ورځ د ډليز بريد په اړه چي لراوبر ئې هم تر مخه په اړه خبر پورته کړى ؤ ليکلي چي د نن ورځي د ډليز بريد په پايله کي ئې د موسى کلا اولسوالۍ د امنيه قوماندان چي عبدالولي نومېده او په کوکه مشهور ؤ، په ګډون ئې ١٩ تنه وژلي او ٢١ تنه نور پوليس ئې ژوبل کړي .
قاري يوسف چي ځان د وسله والو طالبانو وياند بولي په خبر کي ويلي چي ياده جګړه د درو تنو ځانمرګو بريد کوونکو چي په درنو او سپکو وسلو سمبال ول نن غرمه مهال پيل سوه او تر ډېره ئې دوام وکړ چي په پايله کي ئې ياده مرګ ژوبله واړه وله .
د نوموړي په وينا چي په دې بريد کي ئې د شپږو موټرانو څخه چي په چاودېدونکو توکو بار ول هم ګټه اخستې او هغوى ته ئې هغه وخت چاودنه ورکړه چي کله سيمي ته د حکومتي ځواکونو د مرستي په موخه نور پوليس راغلل.