کور / تازه خبرونه / رزوګان : يو ځانمرګى نيول سوى

رزوګان : يو ځانمرګى نيول سوى

د روزګان ولايت امنيتي چارواکي وايي چي د دې ولايت د ملي امنيت رياست يو تن ځانمرګى بريد کوونکى چي غوښتل ئې پر بهرنيو او افغان ځواکونو بريد ترسره کړي نيولى.
د چارواکو په وينا چي ياد کس ته په جنوبي پښتونخوا کي روزنه ورکړل سوې او ورته ويل سوي وه چي په کندهار کي پر بهرنيو او افغان ځواکونو بريد وکړي خو د ملي امنيت له لوري په روزګان ولايت کي و نيول سو.
د يادوني وړ ده چي د کندهار ولايت د ملي امنيت رياست کارکوونکي هم د يوشمېر وسله والو چي يو ځانمرګى بريد کوونکى هم پکښي شامل دئ خبر ورکوي.
په دې اړه تر اوسه وسله والو خپله څه نه دي و يلي.