د کندهار ولايت د ملي امنيت رياست وايي چي په دې ولايت کي ئې د بېلابېلو عملياتو په ترڅ کي ٧ وسله وال نيولي .
د ياد رياست د چارواکو په وينا چي ياد کسان ئې تېره اوونۍ د يوشمېر عملياتو پر مهال نيولي .
چارواکي وايي چي په نيول سوو کسانو کي درې تنه د وسله والو طالبانو لوړ پوړي قوماندانان دي چي په شاه وليکوټ او يوشمېر نورو سيمو کي به ئې فعاليتونه کول.
ياد کسان نن ورځ د ملي امنيت په رياست کي د رسنيو و استازو ته وښودل سول او هغوى پر خپلو کړنو اعتراف وکړ.
د يادوني وړ ده چي په دې اړه تر اوسه خپله وسله والو طالبانو څه نه دي ويلي.