د کوچیانو د تحصیل یافته ځوانانود ټولنی پیغام
دا چی کوچیان د افغانستان د میړنی اولس یوه لویه برخه جوړه وی, اوتقریبآ
د هیواد په ټولو ولایاتو کی میشت دی. د افغانستان د نورو وروڼو قومونو
سره یو ځای د یو ښه ژوند غوښتونکی دی .د افغانستان کوچیان دا وخت له
ډیروستونزو سره مخامخ شوی او د ډیرو خپلوهغو حقوقو څخه چی د افغانستان
اساسی قانون یی دوی ته ورکوی بی برخی پا تی شوی دی چی د دی… هدف لپاره
د هیواد په پلازمینه کابل کی د کوچیانو یو زیات شمیرتحصیل یافته ځوانانو
وغوښتل چی د کوچیانود تحصیل یافته ځوانانو په نامه یوه ټولنه جوړه کړی او
ددی ټولنی د لاری د خپل بی دفاع اولس او د هغوی دحقوقو لپاره نه ستړی
کیدونکی هلی ځلی وکړی.کوم چی نن ورځ ورته ډیر د اهمیت وړ دی مونږ
دکوچیانو ټولو تحصیل یافته ځوانانو ته دزړه له کومی بلنه ورکوو چی له دی
ټولنی سره یو ځای شی او ورته ښه راغلاست ووایی.
په در نښت
ستاسو ورورعبدالولی احمدزی
کابل.افغانستان
د تماس شمیره:0771914075