کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / د شپيګل مرکه: زموږ هسي تشي وعدې ندي په کار !

د شپيګل مرکه: زموږ هسي تشي وعدې ندي په کار !

 شپيګل ان لاين د مارچ د ٣٠ نيټې د خپروني څخه. // مرکه کونکئ :  ماتياس ګيباوير



امريکايي جنرال ميک نيل ښه پوهيږي چي جرمنی بايدپه افغانستان کي څه وکړي.


د ايساف اعلي’ قوماندان د ناټو د سرمشريزي غونډي تر جوړيدو لږ څه مخکي د شپيګل ان لاين سره په مرکه کي  د داسي قطعاتو غوښتنه کړيده، چي په ټول هيواد کي په خلاصه پښه د ګمارلو وړ وي. دی وايي: هغه نظامي واحد چي جرمني يې راليږي ، دا به د دغه ډول مرستو يو پيل وي.


شپيګل ان لاين: جنرال ميک نيل، تاسي به په افغانستان کي د ناټو ځواکونو د قوماندان په توګه د راتلونکي جون په مياشت کي خپل مقام پريږدي. خپل ځاي ناستي ته به دغه مأموريت پر څه حال او کومو شرايطو کي ورسپارئ ؟


 


جنرال دان ميک نيل : هغه به بياهم دلته په افغانستان کي د ياغيانو او بنسټپالو د ښورښ سره مخامخ سي _ خو دغه نا آرامۍ به دومره زياتي هم نه وي لکه بعضي کسان چي يې تصورکوي. زموږ دښمنان دونه غښتلي نه دي لکه د ناټوځواکونه او زموږ افغاني متحدين. خو زما ځاي ناستئ به په افغانستان کي د هغو امنيتي چارو پرمختګ هم وويني، چي د افغانستان په اردو کي ليدل کيږي، خو د بده مرغه چي د پوليسو چاري يو څه وروسته پاته دي. لوی مشکل د حکومت په اداره کي دئ او په دې هکله بايد افغانان پخپله ډير کار وکړي.
 


شپيګل ان لاين: په ٢٠٠٨ کال کي به  د ناټو اصلي مشکل بيا هم مقاومت، ياپه بل عبارت طالبان وي.


ميک نيل:   مقاومت يوازي د لانجې يو اړخ دئ، حتمي نه ده چي زموږ اصلي مشکل دي وي. موږ دلته د يوې درې اړخيزي لانجې سره مخامخ يو، هغه هم يوه نارسېدلې دولتي اداره ده چي د هيواد په ډيرو سيمو کي کار نسي کولاي. بل هم اداري فساد دئ چي ورځ په ورځ ډيريږي. پر دې سربيره هم د ترياکو مخ پر زياتيدو کرل دي، چي په پيسو يې دغه درې سره ناخولي تقويه کيږي.


شپيګل ان لاين:  په دې تيرو څو اونيو کي طالبانو ويلي دي چي په ٢٠٠٨ کال کي به په داسي خونړيزو بريدونو لاس پوري کړي، چي د ناټو د لښکرکښۍ راهيسي به يې سارئ نه وي ليدل سوئ.



ميک نيل:  تاسي د ٢٠٠٦ کال د مني  اود ٢٠٠٧کال د پسرلي خاطرې در په ياد کړئ. هغه وخت هم دوي دغسي خبري کولې. خو د عمل په ډګر کي ناټو او افغان اردو وه چي پر دوي يې يرغلونه وکړل. سږ کال به هم همداسي وي. تر څو چي د ياغيانو وس رسيږي ، ډول ډول بريدونه به وکړي: دوي به نور لا ډير ولسي خلګ ووژني، ځانمرګيان به راوليږي او په خلګو کي به بيره خپره کړي. داچي د دوي په بريدونو تر موږ افغانان ډير  وژل کيږي، په دې خبره دوي سر نه ګرزوي.


 
شپيګل ان لاين:  ددې کال دپيل راهيسي طالبانو بيا په بريدونو پيل کړيدي  او خورا سخت تاوانونه يې رسولي دي. د افغانستان په جنوب کي يې دشپې له خوا د خپلو اخطارونوسره سم د موبايل ټليفونو شبکه پارچاو کړې او د ټليفون خادې يې چاودلی دي…



ميک نيل:  مګر افغانان وماته وايي چي دا طالبان نه وه،بلکي د متصديانو تر مينځ شخړي وې. د مخابراتو وزير ويلي دي  چي بعضي شرکتونو په خپله خوښه خپلي  شبکې تړلي دي، خو سره ددې هم  دا کار تأمين  سويدئ چي په جنوبي ولايتونوکي خلګ د شپې له خوا ټليفونونه وکولاي سي.
 


شپيګل ان لاين:  مګر بياهم،طالبان دغه موضوع  په خپله ګټه تبليغولاي سي.



ميک نيل:   زما په نظر طالبانو يوه ډيره سخته تيروتنه کړېده. هغه داچي د بعضي ټليفوني شبکو په پارچاو کولو سره د خلګو هوسايي له مينځه يووړه. نن ورځ ټوله افغانان موبايل ټليفون د خپل ژوند يومهم شئ بولي. دا کار د طالبانو د ادعا سره سر نه خوري، چي وايي موږ د خلګو په چوپړ کي يو؛ او اولس به هم دغه زما خبره کوي.



شپيګل ان لاين:   بيرته به نظامي ستاتيژي ته راسو. ناټو تقريباً هره هفته د طالبانوهغه مخکښ او سرغندوی قوماندانان په نښه کوي او وژني يې، خو سره ددې هم داسي ښکاري چي دغه ګوريلايي جنګيالي ډير ژر خپلي ضايعې ډکولاي سي.


 
ميک نيل:  موږ په دې لټه کي يو چي د مقاومت هغه سرغنه کسان له مينځه يوسو. موږ دا تير کال د دوي په وړاندي ډير برياليتوبونه درلودل، د دوي د ضايع سوي مشرانو ځاي په اسانه نسي ډکيدلاي. هو، داسمه ده چي پر دوي نور ډير تکړه ځوانان  را مات دي،خو دغه ځوانکيان بې تجربې دي. موږ اوس د ګاونډيو هيوادونومرستي ته اړ يو. دوي بايد د طالب جنګياليو د جلب او جذب مخ ونيسي او پرې نږدي  چي دغه جنګيالي پر موږ  را شوه سي.



شپيګل ان لاين:   د افغانستان حکومت، په تيره بيا شخصاً کرزئ په  مکرره توګه دغه وايي چي   د طالبانو سره معاملې او خبري اتري کوي. دغه کار د ناټو د متجاوزي جګړې سره څنګه سر خوري ؟
   


ميک نيل:   پر دې خبرو باندي په لوېديځ کي حيرانتيا ته زه هک پک تللئ يم. په ٢٠٠٢ کال کي،يعني هغه وخت چي زه د لومړي ځل دپاره دلته راغلئ وم، لا دغه ډول مذاکرې رواني وې. جمهور رئيس کرزي به تل دغه ويل، چي ددې مقاومت په بهير کي داسي کسان سته چي د هغو سره معامله ناممکنه ده. دغه کسان سرزوري، بنسټپاله او د القاعدې په پېڅکه دي. يو لړ نور کسان بيا سته چي که څه هم دوي د مقاومت په بهير کي شامل دي، خو خبري ورسره کيدلاي سي. ما و جمهور رئيس ته ويلي دي، چي تر خبرواترو وړاندي دي تل خپل اطمينان حاصلوي، چي د څه ډول کسانو سره خبري کوي.
 


شپيګل ان لاين: په دې ورځو کي د هغو پوځي قطعاتو په هکله خورا تودې مباحثې رواني دي، چي د ناټو غړي دولتونه يې و دې مأموريت ته بايد وروليږي. څه موده وروسته به په بخاريست کي د ناټو د غړو هيوادونو سرمشريزه غونډه کيږي. تاسي پخپله ددې غونډي څخه څه تمه لرئ ؟



ميک نيل:   د بخاريست يوه سياسي غونډه ده. زه پخپله د ناټو عسکر يم؛ فکر او ذکر مي ټوله د اردو سره دئ.د داسي سرتيري تشي وعدې ندي په کار. موږ داسي ژمني غواړو، چي په افغانستان کي ناټو تر پخوا ډيره پر پښو ودروي.



شپيګل ان لاين:   تاسي هميشه ويلي دي چي ناټو دي نور پوځونه راوليږي.


 
ميک نيل:    هو، موږ ته نور سرتيري رارسيږي. د امريکا متحده ايالات په سخاوتمندانه توګه خپل ٣٢٠٠ نر او ښځي سرتيري د افغانستان جنوب ته راليږي. پولينډيانو، برتانويانو، فرانسويانو او ډينمارکيانو هم د خپلو پوځونو د ډيرولو په هکله يادونه کړيده. زه ډير هيله من يم، خو مشخص شمير نه ښيم . چي ساده ووايم، موږ هر شئ غواړو، او ډير يې غواړو: موږ د خلاصي پښې او په هر ځاي کي د استخدام  وړ پوځونه، نوري الوتکي او د څارني او مراقبت نور تخنيک غواړو.  



شپيګل ان لاين:  هو،د ډاډګيرني او ذمه وارۍ خبري خو ډيري سويدي، خو په دې ورستيو ورځو کي هلته په جرمني کي دغه خبري کيږي، چي ناټو يوې نوي طرحي ته اړتيا لري. د مسئلې د حل د پاره بايد يوه نوې هراړخيزه تګلار را مينځته سي ، هغه داچي وايي نظامي بريدونه دي لږ سي اوپر ځاي يې بايد د هيواد بيرته ودانولو ته پام وسي. 
 


ميک نيل:    ډيرئ په دې هيڅ نه پوهيږي چي” د مسئلي هر اړخيزه حل“ څه  معنا لري. د هر اړخيزه حل د پاره يوه پخه پوځي لار سته، هغه داچي:لومړئ به د مقاومت په وړاندي مبارزه کيږي او تر هغه وروسته به د بيا ودانولو مرستي کيږي. هغسي لکه د متحده ايالاتو پوځونه چي يې په جنوب کي کوي. دوي لومړئ په يوه ناوه کي د خلګو مقاومت ماتوي، سرزوري له مينځه وړي او وروسته پر ارامه يو سړک ورته جوړوي. څوک چي ددې نوي طرحي په هکله ږغيږي، بايد جګړه د نظره ونه باسي.



شپيګل ان لاين:  په دې تيرو څو ورځو کي د برلين په شمول په يو لړ اروپايي هيوادونو کي د وتلو د ستراتيژۍ خبري کيدلې، يعني د هغسي پلان په هکله چي (ددې جګړې څخه) به کرار کرار خپله لمن راټولوي.



ميک نيل:   موږ د وتلو خيال نه لرو او نه هم ددې مأموريت د پاي ته رسيدو په باره کي څه پر خوله راوړو. دا زموږ وظيفه ده چي افغاني پوځونه دونه ځواکمن کړو، چي زموږ دنده پر غاړه واخيستلاي سي. ودې هدف ته رسېدل به ښه ډير وخت په بر کي ونيسي. د افغانستان هوايي مدافعه به لا تر ٢٠١١ کال پوري تکميله سي. اردو يې هم ډيري مرستي ته اړه ده. هر وخت چي موږ دلته لاس پر لاس کښېنستلو، او هغه وخت چي و موږ ته هيڅ اړتيا ونه ليدل سي، بيا به د وتلو په هکله فکر کوو _ تر هغه دمخه نه !



شپيګل ان لاين:  د دې ذکر سوي مباحثې انګيزه روښانه ده، هغه دا ده چي د وتلو د ستراتيژۍ دلاري کوښښ کيږي چي د( افغانستان څخه) د وتلو په هوس د اوسني مأموريت لپاره ملاتړ تر لاسه کړل سي.



ميک نيل:   سياستوال دي هغه څه کوي، چي بايد ويې کړي. زما لويه مشوره داده چي د واقعبينۍ او نا واقعبينۍ تر مينځ توپير وسي. زه خبر يم چي د ډيرو اروپايي هيوادونو په مرکزونوکي د افغانستان د مسئلې پر سر سخت جر و بحثونه را پورته سويدي. د ډير قدر وړ د جرمني لومړۍ وزيره انګيلا ميرکل  او ددې د رهبرۍ عالي کيفيت بولم. زه خبر يم چي پر هندوکش باندي ددې مأموريت په هکله سخت مقاومت روان دئ، خو سربيره پر دې هم انګيلا ميرکل ددې مأموريت لپاره په پارلمان کي د اکثريت ملاتړ تر لاسه کړيدئ. دا يوه فوق العاده خبره ده.



شپيګل ان لاين:  د متحده ايالاتو د يوه جګپوړي قوماندان په دغسي ستاينه  به زموږ د لومړۍ وزيري   ناړي هم تيري سي. تاسي به ددې او د جرمني پوځونو څخه نور څه تمه ولرئ ؟



ميک نيل:   دجرمني دفاعي ځواکونه يوه وتلې، حرفوي اردو ده چي د رهبرۍ وړتيا لري. زه ددې اردو څخه د افغانستان پر شمال سربيره په نورو سيمو کي ډير ښه کار اخيستلاي سم. 



شپيګل ان لاين:  او جرمني ځواکونه به په جواب وايي چي ولي نه، زر کرته! خو زموږ د قطعاتو حمل ونقل هلته يو کړيکچن کار دئ.



ميک نيل:  هر وخت که جرمنيانو دغه پريکړه وکړه چي پوځونه يې پر شمال سربيره زموږ سره د افغانستان په نورو سيمو کي يوځاي سي، نو و موږ ته د ټليفون يو زنګ کفايت کوي. موږ به يې د درنو ملګرو په شان راولو. دا څه مشکل ندئ.


 
شپيګل ان لاين: دغه شان د خلاصي پښې قطعې به دا په اصطلاح  ”د بيړني غبرګون ځواکونه“ ياQRF وي چي جرمنی يې د راتلونکي جولاي په مياشت کي درليږي.



ميک نيل:  ما اورېدلي دي چي جرمني داسي زوروره قطعه راليږي چي د مبادا لپاره  به هلته په شمال کي ځاي پر ځاي کيږي. خو ښه به دا وي چي د جرمني حکومت و دغي قطعې ته اجازه ورکړي چي د شمال څخه دباندي هم خدمت ته تيار وي. زه به ډير خوشاله سم ، که دغه د QRF قطعه زما تر سوق او ادارې لاندي سي.


د مرکې پای