کور / هراړخیز / د بغلان ولایت د پوهنیز پرمختګ بهیر

د بغلان ولایت د پوهنیز پرمختګ بهیر

د بغلان ولایت د افغانستان د شمالي له جملې څخه دی چې ختیځ ته یې د تخار ولایت، لویدیځ ته یې د سمنګان او بامیان ولایتونه، جنوب ته د پنجشیر او پروان ولایتونه، شمال ته یې د کندز ولایت موقعیت لري.
 
د بغلان ولایت چې د هېواد دویمه درجه ولایت ګڼل کیږي، د وګړو شمیر یې د 818,600 په شاوخوا کې اټکل کیږي مرکز یې د پلخمري ښار دی او په مرکز سربیره 14 اداري واحدونه یا ولسوالۍ لري چې له نوي بغلان، نهرین، فرنګ، خوست، دوشي، تاله و برفک، دهنه غوري، بورکه، خنجان، پل حصار، جلګه نهرین، ګذرګاه نور، اندراب او ده صلاح څخه عبارت دي.
 
د بغلان په ولایت کې پوهنیز پرمختګ په ښه توګه پر مخ روان دی او د همدې لیکنې له لارې د دې ولایت د 1390 کال د پوهنیز پرمختګ په هکله لنډ معلومات له ګرانو لوستونکو سره شریک کیږي.
 
هیله ده چې دغه معلومات به د پوهنې د مینه والو، څیړونکو، اړوندو اړخونو او ټولو هیوادوالو لپاره له ګټې څخه خالي نه وي او د هیواد د هراړخیزې سوکالۍ، سولې او سمون په لاره کې به د یوه ښه زیري په توګه ثابت شي.
 
 
 
د 1390 کال ښوونیز حالت:
په 1390 کال کې د  بغلان  په ولايت كې په ټولیزه توګه 459 بابه تعلیمي موسسې د پوهنې له وزارت سره رسمیت او فعالیت لري چې له دې جملې څخه 426 بابه د عمومي زده کړو ښوونځي، 24 بابه د اسلامي زده کړو موسسې ( 1 باب دارالعلوم، 19 بابه دیني مدرسې، 4 بابه دارالحفاظونه)  6 بابه دارالمعلمین او د ښوونکو د روزنې الحاقیې، 3 بابه د تخنیکي او مسلکي زده کړو موسسات تشکیلوي او د دې ولایت په تعلیمي موسساتو کې په ټولیزه توګه 296,641 تنه زده کوونکي، طالب العلمان او محصلين د 9,414 تنو ښونكو، مدرسينو او استادانو له خوا په زده كړو بوخت وو.
 
همدارنګه په 1390 کال کې په همدې ولایت کې  3,561 تنه د سواد د زده كړې په 162 بابه كورسونو كې د 105  تنو استادانو له خوا د ليك لوست په زده كړو بوخت وو.
 
له 1385كال څخه تراوسه د پوهنې وزارت د بغلان په ولايت كې د 10,958,143 امريكايي ډالرو په ارزښت 215 تعمیراتي پروژې پيل کړې چې 202 پروژې بشپړې شوې، 13 پروژې تر کار لاندې دي.
 
په 1390 کال کې د بغلان ولایت د دولسمو ټولګیو د فارغانو شمیر 5,731 تنه وو چې د همدې ولایت د غوره پوهنیز پرمختګ زیری له ځان سره لري.
 
د پوهنې د بهیر په وړاندې ستونزې:
د بغلان په ولایت کې، د مسلکي ښوونکو کموالی، د میزونو او چوکیو لږوالی، د تشکیل کموالی او د یو شمیر تعلیمي موسساتو لپاره د تعمیرونو نشتوالی هغه ستونزې دي چې په دې ولایت کې د پوهنې د نظام په وړاندې قرار لري.
 
باید وویل شي چې د لیکنو دغه لړۍ به چې (د پوهنیز پرمختګ بهیر) په نوم یادیږي، د هیواد په 34 ولایتونو کې له ګرانو لوستونکو سره یو ځای ګام پر ګام مزل کوي او د افغانستان د هر ولایت د پوهنیز پرمختګ په هکله به لږ تر لږه یوه لنډه لیکنه ستاسو مخې ته ږدي. له موږ سره اوسی…