كندهار ښار وال د يك شنبې په ورځ د يوه مطبوعاتي كانفرانس په ترڅ كي د روان كال د كلنۍ پرمختيايي بودجي د زياتوالي خبر وركړ
كندهار ښاروال قاضي محمد عمر عمر د خپلي ادارې د عمومي راپور د وړاندي كولو پر مها ل وويل د ۱۳۹۱ كال كلني پرمختيايي او عادي بوديجه مو۱۲۹۴۶۵۶۳۷۹ يو ميليارډ دوه سوه څلور نيوي ميلونه شپږ سوه شپږ پنځوس زره او دري سوه نهه اويا افغانۍ ده چي يوازي عادي بوديجه مو ۲۶۹۷۴۵۵۲۰ دوه سوه نهه شپيته ميلونه اوه سوه پنځه څلويښت زره پنځه سوه شل افغاني ده
او ۱۰۲۴۹۱۰۸۵۹ يو ميلياردڅلور ويشت ميلونه نهه لكه اته سوه نهه پنځوس افغانۍ
مو پر مختيايي بوديجه ده
كندهار ښاروال په روان كال كي د خپلو پرمختيايي پلانونو په اړه هم معلومات وركړل هغه وويل چي اداره يې په پام كي لري د روان كا ل په اوږدو كي په كندهار ښار كي څه نوى د بيارغوني عامه خدمتونه او څه زاړه ودانۍ تر ميم کړي چي په هغو كي د چاپير يال ساتنه ، د زاړه قول اردو د احاطې ديوال ، په ښار كي عامه تشنابونه، د نويو سړكونو پلچكونو او پياده رونو اعمارول د ملكي خلكو د ځمكو املاك تر سره كول .