د پکتيا ولايت امنيتي چارواکي وايي چي په دې ولايت کي د ماين چاودني چي د سړک په غاړه کي ځاى پر ځاى سوى ؤ درې تنه وژلي.
د دې ولايت د والي مرستيال عبدالرحمن منګل رسنيو ته ويلي چي دغه پېښه په زرمت اولسوالي کي نن غرمه مهال رامنځ ته سوې او درې تنه ئې وژلي چي د نوموړي په وينا د يوې کورنۍ غړي دي.
په دې اړه تر اوسه کومي ډلي او يا هم خپله حکومت څه نه دي ويلي خو د دا ډول پېښو پړه تل افغان حکومت پر وسله والو طالبانو اچوي او هغوى ئې سمدلاسه ردوي.