کور / تازه خبرونه / د ملي اردو سرتېرى په اعدام محکوم سو

د ملي اردو سرتېرى په اعدام محکوم سو

د کندهار ولايت امنيتي چارواکي وايي چي د استيناف محمکمې يو تن د ملي اردو سرتېرى چي څه موده وړاندي ئې لومړنۍ محکمه ترسره سوې وه نن د استيناف محکمې هغه ته د اعدام سزا واوروله.
په اعدام محکوم سوى کس چي د جوزجان ولايت دئ او سيد نورمحمد نومېږي په دې تورن دئ چي د خپلي ټولۍ مشر ئې قصداً وژلى خو نوموړى وايي چي دا کار ئې په نشه کي ترسره کړى او د کومي شخصي عقدې پر بنسټ ئې نه دئ کړى.