زموږ ښار زموږ کور تر سرليک لاندي په خوست ولايت کي د فوټبال يو مياشتنۍ سيالي پيل سوه .
د خوست ولايت د المپيک آمر ښاغلى عزيز ملنګ وايي چي دا سيالۍ ئې تېره ورځ پيل کړي او شااو خوا يوه مياشت به دوام ومومي.
د نوموړي په وينا چي په دې سياليو کي ٢٢ لوبډلي لوبي کوي او د دوى د رياست او همدا ډول د ښاروالۍ له لوري ورته لباس او نور اړين توکي چي بيه ئې شااوخوا ٢٠٠٠٠٠ افغانيو ته رسېږي، چمتو سوي.