وسله والو طالبانو په خپله ويب پاڼه کي د نن ورځي په خبرونو کي ليکلي چي په کندهار ، بادغيس او پکتيا ولايتونو کي پنځه سيميز پوليس ور تسليم سوي او د دوى په ليکو کي شامل سوي.
وسله وال طالبان ليکي چي دا لومړى ځل نه دئ چي زموږ په ليکو کي د افغان حکومت د ليکو څخه کسان شاملېږي بلکي په وار وار سره داسي سوي او دا پروسه به دوام ولري.
د يادوني وړ ده چي تېره ورځ هم وسله والو طالبانو په خپله ويب پاڼه کي خبر ورکړى ؤ چي د کندهار ولايت په خاکرېز اولسوالي کي د دوى په ليکو کي درې مهم قوماندان شامل سوي .
د يادوني وړ ده چي د وسله والو طالبانو د دې ادعا په اړه تر اوسه خپله افغان حکومت څه نه دي ويلي.