کور / تازه خبرونه / اېران د ټاپي پروژې ته خنډونه جوړوي

اېران د ټاپي پروژې ته خنډونه جوړوي

د کابل ورځپاڼو تر ډیره د ټاپي د پروژې په اړه په وروستیو پرمختګونو او د دغې پروژې د له منځه وړلو لپاره د ایران او پاکستان په هڅو بحثونه کړي.

ملي باور نا دولتي ورځپاڼې لیکلي، چې د ټاپي د پروژې په وړاندې تراوسه پورې یو اساسي خنډ د ایران مخالفت ښودل شوې او دغه هیواد هڅه کوي ددې پروژې په زیانمنولو سره په پاکستان او هند د خپلو ګازو د خرڅولو زمینه برابره کړي.

ورځپاڼې د ایراني ګازو له پروژې سره د امریکا مخالفت ته په اشارې د ایران د دې پلان بریالي کیدل ګران بللی، خو د پروژې اهمیت ته په پام سره افغان حکومت ته هم سپارښتنه کړې، چې د ټاپي په پروژه کې د شاملو هیوادونو او نړیوالې ټولنې سره دې په ګډه د ایران د هڅو په وړاندې ګامونه واخلي.

ورځپاڼې دا پروژه نه یوازې د افغانستان د اقتصادي پرمختګ او ټیکاو لپاره مهمه بللې بلکه لیکلي، چې له دې سره د ټولې سیمې په کچه د همکارۍ فضا پیاوړې کیدای شي.

خدمتګار نا دولتي ورځپاڼې بیا د اسلام اباد او تهران ترمنځ د اړیکو نږدې کیدو ته په اشارې لیکلي، چې دغه هیواد هم هڅې کوي، چې د ټاپي پروژه په ټیپي بدله کړې.

د ورځپاڼې په وینا اسلام اباد هڅه کوي، چې پدې پروژه کې د کابل ونډه کمه کړي او بلاخیره د افغانستان په ایستلو سره د ایران له لارې پاکستان او هند ته ددې نل لیکې د غځولو زمینه برابره کړي.

ورځپاڼې د ایران او پاکستان ددغو هڅو په وړاندې د افغان دولت په دریځ انتقاد کړې او لیکلي، چې که افغان دولت پدې برخه کې خپلې خاموشۍ ته دوام ورکړي، نو ایران او پاکستان به د افغانستان په نورو امتیازاتو هم خیټه واچوي.

خو له دغو اندیښنو سره سره محور نا دولتي ورځپاڼې لیکلي، چې د افغانستان له ترکمنستان څخه پاکستان او هند ته د ګازو د نل لیکې د غځولو لپاره پرمختګونه شوي او ټاکل شوې، چې د غبرګولي په میاشت کې پدې اړه په عشق اباد کې غونډه وشي.

ورځپاڼې لیکلي، چې د افغانستان د کانونو وزیر پدې اړه د ترکمنستان له مشرانو سره اوس اوس خبرې کړي او ددې پروژې په اړه د افغانستان غوښتنې منل شوې هم دي.

خو ورځپاڼې لیکلي، چې دا تراوسه پورې نده څرګنده، چې افغانستان د ګازو د نل لیکې ددې پروژې په اړه څه ډول غوښتنې درلودلې.

سرنوشت نا دولتي ورځپاڼې هم لیکلي، چې د ټاپي پروژه په وروستي پړاو کې ده او ددې پروژې تړون به د میۍ په میاشت کې د څلورو واړو ښکیلو هیوادونو د چارواکو ترمنځ لاسلیک شي.

دې ورځپاڼې هم لیکلي، چې ایران پراخې هڅې کوي، چې دغه نل لیکه د افغانستان له لارې نه بلکه د ایران له لارې پاکستان او هند ته وغځولې شي، خو افغان چارواکي لا پدې اړه څه نه وایی.

ورځپاڼه لیکي، چې افغان چارواکي پدې اړه د څه نه ویلو لپاره یو دلیل دا وړاندې کوي، چې له دوی سره د ایران د تخریبوونکو هڅو په اړه اسناد او شواهد نشته.

ویسا خپلواکې ورځپاڼې بیا که څه هم ددې پروژې په وړاندې د ایران د تخریبي هڅو په اړه څه ندي لیکلي، خو په افغانستان کې د ایران تخریبوونکو هڅو امریکا هم اندیښمنه کړې او وایی، چې په افغانستان کې د نا امنیو ترڅنګ ایران تر ډیره دا هڅه هم کوي، چې په خلکو کې امریکایی ضد احساسات راوپاروي.