کور / تازه خبرونه / هرات : طالبانو يو قومي مشر وژلى

هرات : طالبانو يو قومي مشر وژلى

د هرات ولايت امنيتي چارواکي وايي چي د دې ولايت په اوبه اولسوالۍ کي د ناپېژاندو وسله والو په ډزو کي يو قومي مشر وژل سوى.
چارواکي وايي چي ياد قومي مشر چي آقا شېرين نومېدئ هغه وخت ووژل سو چي کله کور ته روان ؤ.
وسله والو طالبانو د بريد مسئوليت پر غاړه اخستى او ليکي چي ياد کس د پوليس قوماندان ؤ او آغا شريف نومېدئ او د هغه سره ئې يو بل ساتونکى هم وژلى.