کور / تازه خبرونه / طالبان : يو ملګري مو ٤ عسکر ووژل

طالبان : يو ملګري مو ٤ عسکر ووژل

وسله والو طالبانو په خپله يوه ويب پاڼه کي خبر ورکړ چي د دوى يوه ملګري چي څه موده د کندهار ولايت په ژړۍ اولسوالۍ کي د پوليسو په ليکو کي په دې موخه چي هغوى ته مالي او ځاني زيان واړه وي شامل کړى سوى ؤ تېره ورځ ماځيګر مهال ئې د خپلي پوستې پر ملګرو د ماشين خوله اړه ولې او په پايله کي ئې ٤ پوليس وژلي او نوموړى د ويب پاڼي په حواله د سيمي څخه په خوندي ډول تللى او اوس د وسله والو طالبانو سره په سيمه کي دئ.
په دې اړه تر افغان حکومت څه نه دي ويلي.
د يادوني وړ ده چي په دې وروستيو کي د دا ډول بريدونو لړۍ خوار زور اخستى چي بهرنيو او کورنيو عسکرو ته ئې زيان اوړي.