کور / ترخې خبري / بسم الله محمدي او دکورنيو چارو وزارت مسوليت

بسم الله محمدي او دکورنيو چارو وزارت مسوليت

د تېرو څو میاشتو راهیسې د امریکا او افغانستان ترمنځ د ستراتيژيک تړون د لاسلیک ناندرې روانې دي، خو د دغه تړون د لاسلیک لپاره افغان حکومت د امریکا متحده ايالاتونو ته شرایط وړاندې کړي، چې د هغه شرایطو په منلو سره به افغان حکومت حاضر شي، چې د دغه هېواد سره ستراتيژیک تړون لاسلیک کړي، د یادو شرطونو له جملې څخه یو هم د ۲۰۱۴ کال وروسته د افغان امنیتي ځواکونو سره مالي ملاتړ شامل دی، یعنې افغان حکومت پدې خبره پوره پوهه شوی، چې د  هېواد عوایديا (اینکم) به په هاغه اندازه نه وي، چې یوازې د افغان ځواکونو مالي لاسنیوی وکولای شي،  ځکه چې د امنیتي ځواکونو د یوشمېر چارواکو معاشونه، امتيازي، د موټرو  او تیلو مصارفات او نور ډېر لوړ دي، د اوسنيو ځواکونو مصارفاتو ته په ليدو په پوره مطمين ډول ویلی شو، چې دغه ځواکونو د تاريخ په اوږدو کې په دې اندازه مصارفات نه لرل څومره یې چې اوس لري، له بل پلوه د سرتېرو په انتخاب کې هم بشپړه څېړنه نه کېږي، همداء لامل شوی، چې د طالب جنګیاليو یو شمېر غړي دغه لیکو ته لارې پيدا کړي او بيا پر خپلو ملګرو حمله کوي، مهمات او وسايط د طالب جنګياليو په لاس لوېږي، ژوندۍ بېلګه یې د پکتيکا ولایت یادولی شوه، چې اونۍ وړاندې د یو پولیس لخواء خپل ۹ تنه ملګري ووژل شول، مهمات او وسایط یې وسلوال مخالفينو ته ورکړل، دا یوازې د پکتيکا پېښه نده، چې رامنځته کېږي، لدې مخکې په هلمند، غزني، قندهار او نورو ولایاتو کې ورته پېښې رامنځته شوې دي، خو تراوسه یې عاملين ندي نيول شوي.


د امنيتي ځواکونو په لیکو کې یو شمېر نالوستي، معتاد (روږدي) او بې اخلاقو کسانو لارې کړي، چې د قومندانو په شمول د خپلو پوستو ملګري هم ترې ناراضه دي.


د امنيتي ځواکونو په ځانګړي ډول د ملي پوليسو په ليکو کې ژبني، نژادي، قومي، سمتي او حزبي تعصبونه اوج ته رسېدلي، دا تعصبونه د کورنیو چارو د وزارت له مقام (بسم الله محمدي) څخه سرچینه اخلي، نوموړی شخص د سر له وېښتانو څخه د پښو تر نوکانو پورې پدغه رنځ اخته دی، او دومره کلکه یې ناروغه دی، چې بوي، او خړوسکویې ټول هېواد پرسر اخیستی.


د دغه شخص د ګمارلو وروسته ملي پوليسو د ښه والي پرځای بدبختۍ طرف ته ميلان وکړ، او له یو شمېر ستونزو او مشلکلاتو سره لاس او ګریوان شول، چې مخکې مې یادونه وکړه.


بسم الله محمدي د خپلې جبهې په سلګونو اشخاصو ته د جنرالۍ رتبې ورکړې، چې یو شمېر یې په منظم ډول تعلیم قدم هم نه وه ياد، خو تر دې دمه یې ۵ پښتنو ته رتبې نه دي لوړې کړي، د نوموړي د راتګ څو ورځې وروسته د وزارت په تشکیلاتو کې ژور بدلون راوست د وطن مینو اشخاصو پرځای یې د خپلې جبهې خلک وګمارل.


دکورنيو چارو اوسنی وزیر د خپل کار په دوران کې د امنيت د لاښه  ټينګښت په برخه کومې ځانګړې لاسته راوړ نې نه لري، یوازې نن (۱۷-۱-۱۳۹۱) په بېلابېلو پېښو کې چې خپله وزارت یې تاییدوي ۱۰ تنه سرتيرې وژل شوي، د همدې شخص په راتګ سره امنيتي کمربندونه د ښارونو او واټونو منځ ته راورسېدل، د پخواء څخه یې تشیکلات زيات شول، د تجهیز په برخه کې هم ډېره مرسته وشوه،  خو و نه توانېده، چې د ورانکارو مخ نیوی وکړای شي، پر انترکانتینینتل، عبدالحق څلورلارې ۲۴ساعتیز جنګ، د یوشمېر قومندانانو او قومي مشرانو وژنې ژوندي مثالونه یاولی شو.


بسم الله محمدي د تغيراواميد دګوند رهبر عبدالله عبدالله سره نه شلېدونکی اړيکې لري، او په هر ډګر کې یې ملاتړ دی، خو ډاکټر عبدالله عبدالله یا د هغه ګوند نن د  رسنيو د مسولینو سره په خبرو کې د اوسني ولسمشر ښاغلي حامدکرزي په مشرۍ  د جوړ شوي حکومت نیوکه کوي، او وایي دغه حکومت و نه توانېده، چې د ۲۰۰۰۰ شل زره جنګیالو په مقابل کې و جنګېږي، ښاغلي عبدالله د خپلې ټلوالې پرملګري چې اوس د کورنيو چارو وزیر دی، نیوکه و نکړه، چې د دغه وزیر په شتون کې ناامني زیاته شوې، مشکلات او تعصبونه اوج ته رسېدلي، پړه یې یوازې پر ولسمشر واچوله، دواړو (بسم الله محمدی او ډاکتر ډبل عبدالله) په خپل منځ کې ښې اړیکې لري، شايد نننی مطبوعاتي کنفرانس چې د عبدالله عبدالله لخواء ورکړل شو، د یو تفاهم وروسته ترسره شوی وي، داسې هم امکان لري، چې بسم الله محمدي د همدغې ټلوالې له لوري هڅول شوی وي، ترڅو په خپله دنده کې پاتې راشي، او پړه یې پر ولسمشر واچوي.


د کورنيو چارو پراوسني وزير بسم الله محمدي باندې د سردارمحمدداودخان په روغتون کې د شويو درغلیو تور هم دی، چې نوموړي ۲۸ميليونه ډالر غلا کړي، په هغه وخت کې محمدي د دفاع وزارت کې د ستردرستيز دنده درلوده، چې ناټو ځواکونو له دغه روغتون سره مرسته وکړه.


د کورنيو چارو وزارت اړونده قراردادونو کې تر مټ پورې لاسوهنې کېږي، کله چې قرارداد وشي، وروسته هغه کيفيت خوراکي او نور اړونده توکي د شرط پاڼې مطابق سرتېرو ته نه ورکول کېږي کوم چې په شرط پاڼه کې ذکر شوې وي.


په پيژنتون کې هم ستونزې موجودې دي، هغه شمېر سرتيري چې په پيژنتون کې شناخت و نه لري، هغه ځايونو ته ورکول کېږي، چې پکې ژوند کول ډېر ستونزمن وي، خو هغه اشخاص چې په پيژنتون کې څوک و پيژني هوسا ځايونو ته د وظیفې د اجراء لپاره ورکول کېږي.


هغه شمېر سرتيري چې په مخامخ جنګ، سرک غاړې ماین او یا هم په ځانمرګي بريدونو کې خپل خوږ ژوند له لاسه ورکړي، د پېښې وروسته د کورنیو چارو وزارت لخوا ورسره هېڅ مرسته نه کېږي، او نه هم د وزارت اړونده چارواکی یې کورنۍ ته د تسليت لپاره ورځي.


دې ته ورته نورې ډېرې ستونزې په امنيتي ځواکونو په ځانګړي ډول د کورنيو چارو وزارت اړونده منصوبينو او مسوولينو کې شتون لري.


د ګران هېواد هر بچی د ښې راتلونکې لپاره امیدواره دي، د خپلو چارواکو او مشرانو څخه په کلکه غوښتنه کوي، چې د دوی لپاره دې د هغه څه څخه درېغ نه شي، چې کولای شي دوی ته ديو هوسا ژوند راوړونکي وي، افغان ولس په هر ډګر او په هر ميدان کې د خپل حکومت ملاتړی دی، همېشه به ددغه حکومت لاسنوی کوي، ټول هېوادوال تېرو جنګونو او ناخوالو ډېر ستړي کړي، نه غواړي چې نور هم پدغه اور کې اوسېځل شي.


امنيتي ځواکونو ته هم په کار ده، چې د خپل سر په قيمت په کلک هوډ او ارادې سره د هېوادوالو امنیت راوړلواو ساتلو کې بشپړه همکاري وکړي، ښاغلی بسم الله محمدي دې د دغه رنځ (تعصب) علاج وکړي، څنګه یې چې د هېوادوالو پر مخ لوړه کړې، چې هېواد ته به نه ستړې کېدونکی هلې ځلې کوي، هماغه شان دې پر خپله وعده کلک ودرېږي، په وزارت او په ولایاتو کې د شته ستونزو لپاره دې د حل لارې چارې ولټوي، د ډاکټرډبل عبدالله د ګوند پر ځای دی اوسني نظام ته وفاداره شي، خو که دغه ټول کارونه نه شي کولای بيا دې په خپله استعفا ورکړي، او نه دي غواړي چې هېوادوالو مو نور هم له ستونزو او مشکلاتو سره مخ شي.


د یو ښېرازه او سوکاله افغانستان په هيله