کور / اسلامي / د نبي (ع) ويناوي د لراوبر ٦٩ م سوغات

د نبي (ع) ويناوي د لراوبر ٦٩ م سوغات

د اسلام د ستر لارښود حضرت محمد صلى الله عليه وسلم ويناوي.
د لراوبر ٦٩ م سوغات
پر ليکه کوونکى : عطاء الله محمدي

٥١:- الله پاک جل جلاله بدګوى او بد خولۍ انسان دښمن ګڼي.
٥٢:- الله پاک جل جلاله دا خوښوي چي د خپلو اولادو حتى په ښکولولو کي هم د انصاف څخه کار اخلئ.
٥٣:- الله پاک جل جلاله بخښوونکى دئ بخښل خوښوي او سپېڅلي دئ سپېڅلتيا خوښوي.
٥٤:- الله پاک جل جلاله غيرتي ذات دئ او غيرتي کسان خوښوي.
٥٥:- الله پاک جل جلاله د صدقې په خاطر د اويا (٧٠) بلاګانو مخه نيسي.
٥٦:- له الله پاک جل جلاله څخه بېره د هر حکمت سرچينه ده.
٥٧:- الله پاک جل جلاله د صبر کوونکو ملګرى دئ.
٥٨:- الله پاک جل جلاله انسان ته د هغه تر شارګ هم نژدې دئ.
٥٩:- څوک چي په وعده وفا نه کوي انسان نه دئ.
٦٠:- له زانګو تر هديرې د علم زده کړه وکړئ.
نور بيا …………………….