د اسلام د ستر لارښود حضرت محمد صلى الله عليه وسلم ويناوي.
د لراوبر ٦٨ م سوغات
پر ليکه کوونکى : عطاء الله محمدي
٤١:- جنګ مه کوه که څه هم چي ته پر حق يې.
٤٢:- تر څو چي امکان ولري د پوښتني څخه ځان وساته.
٤٣:- الله تعالى هغه سړى چي ډېر ودونه کوي او هغه ښځه چي ډېر مړونه کوي نه خوښوي.
٤٤:- الله پاک جل جلاله تر آخري سلګۍ پوري د انسان توبه قبلوي.
٤٥:- الله پاک جل جلاله ځوان توبه کوونکى غوره ګڼي.
٤٦:- الله پاک جل جلاله د مور او پلار سره د نيکۍ له امله د انسان عمر زياتوي.
٤٧:- الله پاک جل جلاله په هر کار کي نرمي خوښوي.
٤٨:- انسان نقشه جوړه وي او الله پاک جل جلاله ئې سرته رسوي.
٤٩:- الله پاک جل جلاله زه سخت نيوونکى او سخت تراشونکى نه يم رالېږلى بلکي ښوونکى او آسان نيوونکى ئې رالېږلى يم.
٥٠:- الله پاک جل جلاله ناولتيا او شلېدلى جامې اغوستل نه خوښوي.
نور بيا…………………….