کور / تازه خبرونه / د شپې د عملياتو په اړه نړۍ والي ورځپاڼي

د شپې د عملياتو په اړه نړۍ والي ورځپاڼي

افغان او امريکايي چارواکي وايي، چې په څو ورځو کې به د کابل او واشنګتن ترمنځ په افغانستان کې د شپې په مخه د عملياتو په برخه کې موافقه وشي.

دا خبره واشنګټن پوسټ ورځپاڼې کړې او څيړلې ده، دغه ورځپاڼه ليکي چې له ډيرې مودې راهيسې دا د ولسمشر کرزي غوښتنه وه او دا مساله د امريکا او افغانستان ترمنځ د ستراتيژيکي همکارۍ د تړون د لاسليکولو مخې ته يو اصلي خنډ و.

ورځپاڼه د چارواکو په وينا څرګندوي چې له دې موافقې وروسته به د مشکوکو ترورستانو کورونو ته افغان ځواکونه ورځي او امريکايي عسکر به يوازې هغه وخت دا کار کولای شي چې ځانګړي حالت وي او افغان پوځيان اجازه ورکړي.

د دې مسالې په اړه د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په باور له يوه کاله خبرې روانې وې او اوس د ولسمشر کرزي د وياند ايمل فيضي په وينا ډير لږ اختلافات پر خپل ځاي دي او مهمې برخې يې هوارې شوې دي.

امريکايي پوځي قوماندانان وايي، چې په تيرو څوارلس مياشتو کې يې په افغانستان کې نژدې درې زره ځلې د شپې په مخه عمليات کړې دي او دا عمليات موثره دي خو ولسمشر کرزي ټينګار کوي چې دا د افغانستان په کورنيو چارو کې د مداخلې مانا لري.

وال سټريټ ژورنال:

وال سټريټ ژورنال ورځپاڼه په خپلې تازه ګڼه کې بيا ليکي، يوه لور ته د امريکا په مشرۍ پوځي ژمنې له افغانستان سره په کميدو دي بل لور ته په افغانستان کې پانګونه په غوړيدو ده.

داسې ځايونه جوړيږي چې بهرنيان هلته خوندي وي.

د وال ستريت جورنال په وينا په افغانستان کې په لسګونو ميليونه ډالر په هغو ځايونو لګيدلي دي چې د مخالفو وسله والو له بريدونه محفوظ وي.

د ورځپاڼې په باور په تيرو لسو کلونو کې شخصي کمپنيو او مرستندويه ډلو په کرايي کورونو کې اړولي و خو له دوو کلونو راپه دې خوا ياغيانو د ملګرو ملتو د دفترونو په ګډون پر دې ځايونو بريدونه وکړل او له دې سره دغو موسسو د نسبتا ډيرو خوندي ځايونو لټه پيل کړه.

د وال ستريت جورنال ورځپاڼې په وينا په افغانستان کې به ډير پانګوال سر له راتلونکي کاله چې په دغه هيواد کې د امريکا په مشرۍ پوځي هڅې کميږي خوندي ځايونو ته مخه کړي او په راتلونکې کې به دا غوښتنه نوره هم زياته شي.