کور / راپور / د بادام ګل کلنۍ مشاعرې رپوټ

د بادام ګل کلنۍ مشاعرې رپوټ

د زابل ولایت په مرکز کلات ښار کې سږ کال هم د بادام ګل کلنۍ مشاعره د تیرو کلونو په څير په ښو مراسمو سره جوړه شوه.


دغه مشاعره نن د وري په ۱۶مه، د زابل ولایت د غونډو  په تالار کې جوړه شوې وه چې شاوخوا ۵۰۰ تنو شاعرانو، لیکوالانو او د ادب مینه والو پکې برخه اخیستې وه ، غونډه د سهار په شاوخوا لسو بجو پيل شوه چې پکې د شاعرانو تر څنګ دولتي چارواکو هم ګډون درلود.


د بادام ګل سږنۍ مشاعرې ته د زابل تر څنګ د کندهار، هلمند ، غزني او کویټي څخه یو شمیر شاعران راغلی و او خپل شعرونه یې ولوستل .


د زابل د لیکوالو په استازیتوب دواخان مینه پال دا خبري وکړي او دا ډول ادبي ناستي یې د پښتو ژبي د پرمختګ او د ولایتونو د لیکوالو تر منځ د اړیکو د پياوړتیا یوه ښه وسیله وبلله. او زیاته یې کړه چې دولتي چارواکي باید د دغسي ادبي هڅو او ناستو ملاتړ وکړي .


همدارنګه په مشرانو جرګه کې د زابل سناتور ډاکتر زلمي زابلی هم وویل چې شاعران او لیکوال د ټولنې د ستونزو رابرسیره کوونکي دي او پدغسي مشاعرو سره خپل د زده کړي خواته هڅول کیږي .


وروسته د زابل قومي مشر او فرهنګپال شخصیت محمد داود ګلزار په تیر کال کې په ادبي او پوهنیزه برخه کې لاسته راوړنې یادي کړي او ویې ویل چې که ځوانان وهڅول شي نو دا ډول لاسته راوړني نوري هم زیاتیدای شي، هغه د بیلګي په توګه د اراکوزیا په نوم د یوې راډیوي له لاري د کال د غوره شاعر د ټاکلو سیالۍ یاده کړه چې پکې د ټول هیواد په کچه درې غوره شاعران ټاکل شوي  او په هغو دریو کې دوه یې د زابل ولایت و.


وروسته مشاعره پيل شوه چې لسګونو شاعرانو پکې خپلي شعرونه چې د مینې د یادونې تر څنګ پکې روانو ناخوالو، د بهرنیانو خپلسرو کړنو او نورو ستونزو ته پکې اشاره شوې وه ولوستل چې په تودو چکچکو سره بدرګه کیدل.


مشاعره د ماپښين دوې نیمې بجې یو شمیر شاعرانو ته د ډالیو په ورکولو سره پای ته ورسیده.


د زابل تر څنګ په کندهار کې د انار ګل، ننګرهار کې د نارنج ګل، وردګو کې د مڼې ګل، خوست کې د نښتر او یو شمیر نورو ولایتونو کې هم دا ډول کلنۍ مشاعرې جوړیږي